د انرژۍ او اوبو وزارت د ۱۲ ولایتونو لپاره د سختو بارانونو خبرداری ورکړی

د انرژۍ او اوبو وزارت د هوا پېژندنې ریاست ویلي چې د وړاندوینو له مخې، له یکشنبې تر دوشنبې پورې به د هېواد په ۱۲ ولایتونو کې سخت بارانونه وشي. دغه ولایتونه هرات، غور، بادغیس، هلمند، ارزگان، زابل، کندهار، سمنگان، بلخ، جوزجان، سرپل او فاریاب دي. د وزارت مسئولینو د یادو سیمو له اوسېدونکو غوښتي چې د سیلابونو له احتمالي زیانونو د مخنیوي لپاره دې د سیندونو غاړو او سیلابخیزو سیمو ته له تګ څخه ډډه وکړي او احتیاط وکړي.
کارپوهان وایي چې په دا ډول موسم کې ناڅاپي بارانونه کولی شي ځایي سېلابونه راولي او کروندې له سخت زیانه سره مخ کړي. په وروستیو کلونو کې د ساتندویو بنسټونو نشتوالی او د طالبانو د حکومت له خوا د مؤثرو پلانونو نهشتون لامل شوی چې د بارانونو له کبله په ډېرو ولایتونو کې درانه زیانونه واوړي. د چاپېریال ساتنې ناظرین ټینګار کوي چې د طالبانو اداره باید د طبیعي پېښو د ښه مدیریت لپاره عملي اقدامات وکړي تر څو د بشري ناورینونو د تکرار مخه ونیسي.




