اقتصادمهم خبرونه

د افغانستان کې د بانک الفلاح د فعالیتونو د سپارلو بهیر عملي پړاو ته داخل شو

د پاکستان له سترو تجارتي بانکونو څخه یو، بانک الفلاح اعلان کړی چې د افغانستان د خپلو فعالیتونو او کاروبار د سپارلو بهیر عملي پړاو ته رسېدلی او په دې اړه څېړنې روانې دي.

د “بزنس ریکارډر” د راپور له مخې، چې د چهارشنبې په ورځ د جدی په ۱۷ مه خپور شوی، د پاکستان مرکزي بانک بانک غضنفر ته اجازه ورکړې چې د افغانستان کې د بانک الفلاح د فعالیتونو د اخیستو د بهیر ارزونه پیل کړي. په ورته وخت کې، د طالبانو تر ادارې لاندې د افغانستان مرکزي بانک هم د دې بهیر د پرمخ وړلو لپاره ورته اجازه صادره کړې ده.

راپور زیاتوي چې دا اقدام وروسته له هغې ترسره شو چې بانک غضنفر د افغانستان کې د بانک الفلاح د فعالیتونو او شتمنیو د اخیستو په اړه یو غیرالزامي وړاندیز وړاندې کړ. دا وړاندیز لا د لومړني پړاو په مرحله کې دی او د معاملې د وروستۍ کېدو معنا نه لري.

کارپوهان وایي چې بانک الفلاح په تېرو کلونو کې د افغانستان په بانکي بازار کې فعاله ونډه لرله او د دې فعالیتونو احتمالي سپارل ښایي د دغه بانک په سیمه ییزه تګلاره کې یو مهم بدلون څرګند کړي. دا بدلون د طالبانو له واکمنۍ وروسته، د افغانستان د نامعلوم اقتصادي وضعیت او بانکي محدودیتونو په رڼا کې ارزول کېدای شي.

بانک الفلاح ټینګار کړی چې د دې معاملې وروستۍ پخلا نه به هغه مهال عملي شي چې ټول تخنیکي او مالي ارزونې په رضایت‌بخش ډول بشپړې شي، وروستي تړونونه لاسلیک شي، د قوانینو او مقرراتو بشپړ رعایت وشي او له اړونده ادارو څخه ټول قانوني او نظارتي اجازې د پاکستان او افغانستان دواړو هېوادونو کې ترلاسه شي.

بانک الفلاح د پاکستان له سترو تجارتي بانکونو څخه دی چې مرکزي دفتر یې په کراچۍ ښار کې موقعیت لري او په د سیمې په ګڼو هېوادونو کې بانکي فعالیتونه ترسره کوي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button