نوې پُل د بامیان ولایت ورس ولسوالۍ کې پرانستل شو

يو نوې پُل د بامیان ولایت د ورس ولسوالۍ په قل حيدر کلي کې د سيمهييزو خلکو په مالي لګښت جوړ شوی او رسميتاً پرانستل شوی دی. دا پُل چې ۱۸ متره اوږدوالی او ۳.۵ متره پلنوالی لري، د هلمند د سيند پر مسير، د سرخجوی په سيمه کې جوړ شوی دی.
د بامیان د والي وياند صبور سيغاني د دې خبر پخلی کړی او رسنيو ته یې ويلي، ياده پُل د بنسټيزو او سمو ساختماني معيارونو له مخې جوړه شوې او موخه يې د دغه ولسوالۍ د څو قريو تر منځ د تګراتک ستونزې حل کول دي. دی زياتوي، له دې پُل څخه د ګټې اخيستنې له لارې، د خلکو تګراتګ او د نقليه وسایطو تېرېدنه به په څرګند ډول اسانه شي.
د سيغاني په وينا، د پُل د پرانستې پر مهال، ملا عبدالله سرحدي، چې د طالبانو له لوري د بامیان والي ټاکل شوی، د خلکو له هڅو د قدردانۍ څرګندونه کړې او ژمنه يې کړې چې د بامیان د لرې پرتو او غرنیو سيمو د ستونزو د حل لپاره به لا ډېرې هڅې وکړي.
که څه هم دا ډول پروژې د سيمهييزو بنسټونو د ښه والي هیله راپاروي، خو دا هم څرګندوي چې د ټول هېواد په کچه د اداره کولو کمزورۍ او د طالبانو د حکومت لهخوا د محرومو سيمو پر پراختيا ناغېړي شتون لري. د دولت له ملاتړ پرته، خلک اړ دي چې د خپلو لومړنيو اړتياوو د پوره کولو لپاره خپله اقدام وکړي.




