په بامیان کې د «بیعت له امیرالمومنین» نومي کتاب مخکتنه وشوه

د طالبانو اداره په بامیان ولایت کې اعلان کړی چې په یوه داسې غونډه کې چې د «علمي» تر عنوان لاندې جوړه شوې وه او د دې ادارې یو شمېر چارواکو او د بامیان پوهنتون استادانو پکې ګډون کړی و، د «بیعت له امیرالمومنین» په نوم کتاب مخکتنه وشوه. په دې پروګرام کې د طالبانو سیمهییزو چارواکو د دې کتاب د منځپانګې د ترویج او عملي کولو پر اړتیا ټینګار وکړ. د طالبانو د بامیان د والي دفتر په خبرپاڼه کې ویل شوي چې ګلحیدر شفق، د طالبانو والي، د ملا هبتالله اخندزاده د لارښوونو او حکمونو پلي کول اړین بللي او غوښتنه یې کړې چې د دې کتاب منځپانګه په ټولنیزه کچه په مناسبه توګه پلي شي. طالبان له «امیرالمومنین» نوم څخه د خپل مشر د خطاب لپاره کار اخلي. په ورته مهال، رحمتالله مبارز، د طالبانو د بامیان د استخباراتو مشر، هم په همدې غونډه کې د «بیعت له امیرالمومنین» کتاب د منځپانګې پر عملي پلي کولو ټینګار کړی. په خپره شوې خبرپاڼه کې د دې کتاب د لیکوال یا د لیکلو د بهیر په اړه جزیات نه دي وړاندې شوي. د دې ډول اثارو خپرول او تبلیغ د طالبانو د ادارې هغه هڅې ګڼل کېږي چې موخه یې د ایډیولوژیک وفادارۍ پیاوړتیا او د رهبر د مطلق اطاعت د فرهنګ پراخول دي؛ یو دریځ چې یو شمېر منتقدان یې د فکري تنوع او د وګړو د آزادې ونډې اخیستو د فرصتونو د محدودېدو په توګه تعبیر کوي. دا اقدامات په داسې حال کې په بامیان کې تر سره کېږي چې دغه ولایت یو ځانګړی فرهنګي تاریخ لري. طالبان د خپلې لومړۍ واکمنۍ پر مهال د بودا دوه تاریخي مجسمې چې د «صلصال» او «شمامه» په نومونو پېژندل شوې، ویجاړې کړې؛ هغه اثار چې د افغانستان د تاریخي میراث برخه ګڼل کېدل. اوس هم په دې سیمه کې د ایډیولوژیکو پروګرامونو پراختیا د بامیان د فرهنګي او اکادمیک فضا د محدودېدو اندېښنې راپارولې دي.




