د بامیانو د شیعه عالمانو غوښتنه: د طالبانو په اداره کې عادلانه ونډه

یو شمېر دینی عالمان، قومي مشران او د بامیانو ولایت مدني فعالان چې د شیعه ټولنې استازیتوب کوي، په یوه ګډه غونډه کې له محلي چارواکو سره د طالبانو د ادارې ملاتړ اعلان کړ او له دې ادارې یې وغوښتل چې د دې ټولنې غوښتنو ته عملي توجه وکړي. ګډونوالو د خلکو او نظام ترمنځ د همکاریو پر پراخېدو ټینګار وکړ او د شیعه وګړو د عادلانه ونډې غوښتنه یې د اداري جوړښتونو او ملي پروژو په کچه مطرح کړه.
د غونډې ګډونوالو له طالبانو وغوښتل چې د لویو او ملي پروژو پر تطبیق کې، د شیعه مېشتو سیمې هم په لومړیتوب کې شاملې کړي. هغوی همدارنګه ټینګار وکړ چې د شیعه علمي او مسلکي کدرونه باید په دولتي بنسټونو کې عادلانه ونډه ولري او د دوی له وړتیاوو دې د حکومتي چارو د پرمخ وړلو لپاره استفاده وشي.
سید نصرالله واعظي، د بامیانو د عالمانو د شورا رئیس، په دې ناسته کې وویل چې مهرباني، خیرغوښتنه او د ولس سره د خواخوږۍ چلند د خلکو اساسي حقونه دي، او هر نظام مکلف دی له خپلو اتباعو سره عادلانه چلند وکړي. ده زیاته کړه چې د خلکو په وړاندې عادلانه او مسؤل چلند د حکومتدارۍ تر ټولو بنسټیز اصل دی.
د بامیانو والي، ګل حیدر شفق، په دې غونډه کې وویل چې د طالبانو اداره د خلکو د ستونزو د حل لپاره ځان ژمن ګڼي او اجازه به ورنه کړي چې قومي، مذهبي او ژبني تعصبونه وده وکړي. ده ټینګار وکړ چې د طالبانو په چوکاټ کې تبعیض ځای نه لري.
خو د غونډې پر مهال د هغو واضح غوښتنو مطرح کېدل لکه سیاسي ګډون، په دولتي ادارو کې د شیعه متخصصانو ګمارنه، د مذهبي حقونو مراعات، او د بامیانو د کانونو او ملي عوایدو د یوې برخې د دې ولایت د پرمختیایي پروژو لپاره ځانګړي کول، ښيي چې لا هم یو شمېر اتباع د عادلانه ګډون او عملي برابري د تحقق په تړاو اندېښنه لري. تمه ده چې د طالبانو اداره د دغو غوښتنو د ځواب لپاره څرګند او د ارزونې وړ ګامونه واخلي.




