د مهاجرینو خبرونهمهم خبرونه

په بامیان کې د ۱۲۰۰ بیرته راستانه شویو کورنیو د مرستو وېش پیل شو

په بامیان ولایت کې ځایي چارواکي وايي چې د غنمو او نغدو مرستو د وېش بهیر د ۱۲۰۰ هغو کورنیو لپاره پیل شوی چې له ګاونډیو هېوادونو څخه بیرته راستانه شوي دي. د دوی په وینا، دغه مرستې د هغو کورنیو د لومړنیو اړتیاوو د بیړني پوره کولو په موخه ترسره کېږي چې نوی افغانستان ته راګرځېدلي دي.

د ورکړل شوو معلوماتو له مخې، د دغو کورنیو د دايمي استوګنې د وضعیت د څېړلو او اسانتیا برابرولو لپاره ځانګړې کمیټه ټاکل شوې ده. چارواکي وايي، پلان لري چې راتلونکي کال د یو شمېر ډېرو راستانه شویو کورنیو لپاره د ځمکو د وېش بهیر پيل کړي؛ یو اقدام چې که عملي شي، د استوګنې د ستونزې یوه برخه به حل کړي.

په عین حال کې، د طالبانو د حکومت سیمه‌ییز چارواکو په بامیان کې د دویمې ښارګوټۍ د جوړېدو له برنامې خبر ورکړی، څو د راستانه شویو کورنیو لپاره دايمي سرپناه برابره شي. بامیان د هېواد له مرکزي ولایتونو څخه دی، چې په وروستیو کلونو کې یې ګڼ شمېر کورنۍ د مهاجرته راستنېدلي دي.

خو یو شمېر راستانه شوي کسان وايي، د دایمي سرپناه نشتوالی او د کار د فرصتونو کمښت د دوی جدي ستونزې دي. هغوی ټینګار کوي چې لنډمهاله مرستې بسنه نه کوي او طالبان باید د کار د زمینې او دايمي استوګنې لپاره یوه روښانه او عملي طرحه وړاندې کړي؛ که نه، د بې‌وزلۍ او بې‌سرپناهۍ خطر به د دغو کورنیو تر منځ دوام ومومي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button