مهم خبرونهنړیوال

د بلوچستان ازادۍ‌پالې ډلې اووه پاکستاني سرتېري نیولي دي

د ‘بلوچ ازادۍ‌پال پوځ’ (BLA) اعلان کړی چې د پاکستان د پوځ اووه سرتېري یې نیولي او د دوی تر ولکې لاندې دي. دغه ډلې د يو ويډيو په خپرولو سره ادعا کړې چې دا پوځيان د دوی تر کنټرول لاندې دي او د خلاصون په بدل کې د بنديانو د تبادلې غوښتنه کوي.

په د ډلې په اعلاميه کې ويل شوي چې پاکستاني پوځ ته يوازې اووه ورځې مهلت ورکړل شوی چې د تبادلې د وړانديز په اړه پرېکړه وکړي. دې ډلې خبرداری ورکړی چې که دا غوښتنه ونه منل شي، “جدي پايلې” به ولري، خو نور جزئيات یې نه دي ورکړي.

د پاکستان پوځ تر اوسه د دغو سرتېرو د برخلیک يا د احتمالي بنديانو د تبادلې په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی. د پاکستاني پوځي چارواکو چوپتیا په داسې حال کې دوام لري چې د نیول شوو کسانو د وضعیت په اړه اندېښنې زياتې شوې دي.

بلوچ ازادۍ‌پال پوځ مخکې هم د يو شمېر پاکستاني سرتېرو د تښتولو مسئوليت منلی و. د پخوانيو راپورونو له مخې، په ځينو پېښو کې تښتول شوي کسان د دغې ډلې د غړيو په بدل کې تبادله شوي، خو په يو شمېر مواردو کې د دې ډلې د غوښتنو د نه منل کېدو له کبله وژل شوي دي. د پاکستان د سوېل لوېديځ بلوچستان ایالت له کلونو راهيسې د امنيتي ځواکونو او بېلتونپالو ډلو تر منځ د وسلوالو نښتو شاهد دی.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button