مهم خبرونهنړیوال

د بلوڅو مشر د پاکستان هوايي بریدونه پر افغانستان غندلي

حربیار مري، د بلوڅو د ازادۍ غورځنګ مشر، د پاکستان هوايي او ډرون بریدونه پر افغانستان کې پر ملکي سیمو سخت وغندل او دا یې د نړیوالو قوانینو څرګند سرغړاوی وباله. نوموړي ویلي چې د دغو بریدونو دوام د افغانستان د ځمکنۍ بشپړتیا او د خلکو د حقونو خلاف عمل دی.

مري د نړیوالې ټولنې له چپتیا نیوکه وکړه او ټینګار یې وکړ چې د دغو پېښو په وړاندې بې‌پروايي د «نیواکګر» ملاتړ معنا لري. د ده په وینا، دا سکوت پاکستان ته دا زمینه برابره کړې چې د افغانستان ملي حاکمیت تر پښو لاندې کړي او خپل بریدونه ته دوام ورکړي.

دغه بلوڅ مشر د ډیورند کرښې تاریخي مخینه ته هم اشاره وکړه او ویې ویل، که نړیواله ټولنه د برتانوي امپراتورۍ له‌خوا د افغانستان د ځمکو د جبري جلا کولو پر مهال چوپه نه وای پاتې شوې، نن به سیمه له دې ډول جیوپولیټیکي کړکېچ سره نه مخامخ کېده. هغه ادعا وکړه چې امیر عبدالرحمن خان دغه توافق هېڅکله نه دی منلی او نه یې لاسلیک کړی، او دا مسله په تېرو سلو کلونو کې څو ځله د لویې جرګې له‌خوا رد شوې ده.

مري د پاکستان هغه هڅې هم وغندلې چې غواړي افغانستان د خپل «پنځم ایالت» په توګه څرګند کړي، او دا یې د کابل د حاکمیت د کمزوري کولو هڅه وبلله. نوموړي له بلوڅانو او افغانانو وغوښتل چې د هغه څه پر وړاندې چې ده یې «پنجابي برتري غوښتنه» وبلله، یو موټی شي.

نوموړي د بلوڅانو او افغانانو ترمنځ تاریخي اړیکو ته په اشارې وویل، بلوڅانو د تاریخ په بېلابېلو پړاوونو کې، په ځانګړي ډول د بولان په درې کې د برتانوي ځواکونو پر وړاندې او همدارنګه د میرویس نیکه تر څنګ د اتلسمې پېړۍ په پیل کې، مهم رول لوبولی دی. د ده په وینا، که یو خپلواک بلوچستان جوړ شي، هېڅکله به اجازه ور نه کړل شي چې د هغه له خاورې یا هوايي حریم څخه د افغانستان پر ضد بریدونو لپاره استفاده وشي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button