په بلخ کې ستنېدونکي کورنۍ له سړې هوا او د سرپناه له نشتوالي شکایت کوي

د افغانستان لسګونه هغه کورنۍ چې تازه له ایران او پاکستان څخه هېواد ته راستانه شوې دي، اوس د بلخ په یوه موقتي کمپ کې ژوند کوي او د مناسبې سرپناه او لومړنیو اسانتیاوو د نشتوالي په اړه شکایت کوي. دوی وایي، د شپې سختې یخنۍ، په ځانګړي ډول د ماشومانو لپاره ستونزې رامنځته کړې دي او د ناروغیو شمېر زیات شوی دی.
د دې موقتي کمپ اوسېدونکي ټینګار کوي چې ستونزه یوازې یوه یا دوو کورنیو پورې محدوده نه ده. د دوی په وینا، د خوړو، تودو جامو او روغتیایي خدمتونو کموالی ورځنی ژوند سخت کړی، او که بېړنۍ مرسته ونه شي، د ژمي تېرول به ناشوني وي.
په ورته وخت کې، د بلخ ولایت د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو ریاست مسوولین د دغو کورنیو ستونزې مني. مولوي اسدالله وفا، د دې ریاست رییس، ویلي چې له والي سره له مشورې وروسته، د مرستو د همغږۍ لپاره یوه کمیټه جوړه شوې او له د سکرو د پلورونکو اتحادیې او خیریه بنسټونو سره خبرې روانې دي.
د دې ریاست د معلوماتو له مخې، د روان لمریز کال له پیل راهیسې تر دې دمه نږدې ۲۱ زره مهاجرې کورنۍ بلخ ته راستانه شوې دي، چې دا وضعیت پر ځایي منابعو فشار زیات کړی او د طالبانو ادارې او مسؤلو بنسټونو له لوري د اغېزمنو او عاجلو اقداماتو اړتیا روښانه کوي.




