ټولنه‌یزمهم خبرونه

د بلخ ولسوالۍ اوسېدونکي د پراختيايي پروژو د پلي کېدو غوښتنه کوي

يو شمېر د بلخ ولسوالۍ اوسېدونکي وايي چې په دې ولسوالۍ کې د پراختيايي پروژو نشتوالی د دوی ورځنی ژوند له ستونزو سره مخ کړی او له چارواکو غواړي چې دې اړتياوو ته زياته پاملرنه وکړي.

د دوی په وينا، د بنسټيزو پروژو پلي کول کولای شي د عامه خدمتونو په ښه والي، د لا زياتو اسانتياوو په رامنځته کولو او د سيمه‌يز اقتصاد په پياوړتيا کې مهم رول ولوبوي.

په ورته وخت کې، د طالبانو د بلخ ولايت محلي چارواکي وايي، تېر کال يې په دې ولسوالۍ کې د ۴۰ ميليونه افغانیو په ارزښت پنځه پراختيايي پروژې پلې کړې دي.

چارواکي زياتوي چې هڅې روانې دي تر څو په راتلونکي کې نورې پراختيايي پروژې هم د بلخ په ولسوالۍ کې پيل شي او د اوسېدونکو د پرمختيايي اړتياوو ځواب ووايي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button