په بلخ کې د اته ميليونه ډالرو په ارزښت د دوا جوړولو دوو فابريکو ته جواز ورکړل شو

د بلخ د صنعت او سوداګرۍ ریاست چارواکي وايي چې د دوا جوړولو دوو نوو فابريکو د فعالیت جوازونه دوو افغان پانګهوالو ته ورکړل شوي دي. د دغه ریاست د معلوماتو په اساس، چې د طالبانو تر اداره لاندې کار کوي، د دې دواړو پروژو ټول ارزښت اته ميليونه امريکايي ډالر دی او تمه ده چې د عملي کار چارې يې ډېر ژر پيل شي.
د ورکړل شويو معلوماتو له مخې، يوه له دغو فابريکو به د درې ميليونه ډالرو، او بله به د پنځه ميليونه ډالرو پانګې په بدل کې جوړيږي. د دغو فابريکو د جوړېدو موخه د هېواد دننه د دواګانو توليد ښودل شوی دی.
بلخ د افغانستان له مهمو شمالي ولايتونو څخه دی، او د دغه ولايت مرکز مزارشريف ښار د هېواد له صنعتي او سوداګريزو قطبونو څخه شمېرل کېږي. د دوا جوړولو د فابريکو جوړېدل په دغه ولايت کې کېدای شي د خلکو د کورنيو دواګانو ته د لاسرسي په کچه اغېز ولري.
خو تر دې دمه د توليدېدونکو دواګانو ډول، کلنی توليدي ظرفيت او د ممکنه کاري فرصتونو شمېر نه دی افشا شوی.




