امنیت او پېښېمهم خبرونه

په باجور کې د هاوان ګولۍ چاودنې يو تن وژلی او اته نور ټپيان کړي

د پاکستان سیمه‌ییزو چارواکو ویلي چې د خيبرپښتونخوا ايالت د باجور ولسوالۍ د «سالارزو» سيمه کې د یوې نه ‌چاودلې هاوان ګولۍ د چاودنې له امله يو سړی وژل شوی او اته تنه نور ټپيان دي. د راپورونو له مخې، د ټپيانو په منځ کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

د پاکستان د امنيتي چارواکو په وينا، پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې يو شمېر ماشومان د کور دباندې يوه نه‌چاودلې ګولۍ وموندله او د لوبې لپاره يې کور ته يوړه. ګولۍ د لوبې پر مهال وچاودېده چې له امله يې د کور مشر په ځای مړ شو.

چارواکو زیاته کړې چې ټپيان سملاسي نږدې روغتون ته لېږدول شوي دي. د ځينو ټپيانو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ بلل شوی دی.

دا پېښه داسې مهال رامنځته کېږي چې د پاکستان په قبایلي سیمو کې د تېرې جګړې پاتې مهمات او نه‌چاودلي وسایل څو ځله د ملکي وګړو، په ځانګړې توګه د ماشومانو، د مرګ‌ژوبلې لامل شوي دي. کارپوهان تل ټينګار کوي چې دا سيمې بايد له چاودېدونکو موادو پاکې شي څو د ورته پېښو مخه ونيول شي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button