ټولنه‌یزمهم خبرونه

د بغلان ښځو د طالبانو د جزایي اصول‌نامې له یوې مادې سره د اعتراض ننداره وکړه

د «د افغانستان د ښځو همت» غورځنګ په بغلان ولایت کې د یوې اعتراضي نندارې له لارې د طالبانو د جزایي اصول‌نامې د ۳۴مې مادې پر وړاندې غبرګون وښود. دا ماده هغه ښځې مجرمانې ګڼي چې بیا بیا د خپل پلار کور ته ځي او بېرته د مېړه کور ته نه ستنېږي.

په دې ننداره کې د یوې ښځې کیسه بیان شوه چې د کورني تاوتریخوالي د ژغورنې لپاره له کور څخه وتلې وه، خو د ملاتړ پر ځای د طالبانو له‌خوا مجرمه وبلل شوه او د بند سزا یې واخیسته. د نندارې تنظیموونکو وویل، دا کیسه د اوسني حالت ډېرو ښځو د ژوند ریښتینی انځور وړاندې کوي.

دوی ټینګار وکړ چې د اصول‌نامې ۳۴مه ماده په تبعیضي نظر لیکل شوې او د تاوتریخوالي قربانیان د ملاتړ پر ځای مجازات کوي، چې دا کار په عمل کې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی مشروع ښيي. د هغوی په باور، دا ماده نه ولسي مشروعیت لري او نه له اسلامي عدالت او انساني اصولو سره برابري لري.

د «د افغانستان د ښځو همت» غورځنګ په خپل پیغام کې له نړیوالې ټولنې او ملګرو ملتونو وغوښتل چې له تکراري خواشینۍ هاخوا عملي او بېړنی ملاتړ له افغان ښځو سره وکړي. دوی وویل، پناه اخیستل د ژوند د ساتنې لپاره جرم نه دی، بلکې د تاوتریخوالي پر وړاندې د ژوندي پاتې کېدو هڅه ده.

دا اعتراضي اقدام په داسې حال کې ترسره کېږي چې د طالبانو د ادارې نوې جزایي اصول‌نامه له پراخو غبرګونونو او نیوکو سره د ښځو د حقونو فعالانو او مدني بنسټونو له‌خوا مخ شوې ده.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button