امنیت او پېښې

په بغلان کې د ۳۵ کیلوګرامو نشه‌يي موادو د قاچاق په تړاو یو کس نیول شوی

د بغلان ولایت امنیتي چارواکي وایي چې د دې ولایت د نشه‌يي موادو پر ضد پولیسو ۳۵ کیلوګرامه چرس کشف او ونیول. دغه مواد د پلخمري ښار اړوند یوه سیمه کې د پولیسو لخوا کشف شوي او ضبط شوي دي.

چارواکي وايي، دا نشه‌يي مواد په مهارت سره د یوه موټر دننه پټ کړل شوي وو او ټاکل شوې وه چې یوه نامعلوم ځای ته ولېږدول شي.

په تړاو یې یو مشکوک کس نیول شوی او تر لومړنیو ځواب ورکونو وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارل کېږي.

امنیتي چارواکو زیاته کړې چې د یوې احتمالي قاچاقي شبکې د پېژندلو لپاره څیړنې دوام لري.

بغلان له هغو ولایتونو څخه دی چې په وروستیو کلونو کې پکې د نشه‌يي موادو قاچاق ډېر شوی. شنونکي وایي د طالبانو د ادارې کمزوری نظارت او د قاچاقي لارو پر کنټرول کې پاتې راتلل، په شمال کې د نشه‌يي موادو د ناقانونه کاروبار زمینه برابره کړې.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button