په بغلان کې له درملنې وروسته ۴۸ معتادان خپلو کورنیو ته وسپارل شول

د بغلان سیمهییز چارواکي وايي، ۴۸ تنه د نشهیي موادو معتادان چې له بریالۍ درملنې وروسته ښه شوې، خپلو کورنیو ته بېرته سپارل شوي دي.
د بغلان د امنيې قوماندانۍ د مخدره موادو پر ضد د مبارزې مدیر، ملا محمد نبي کامران ویلي، دغه کسان د ۴۵ تر ۹۰ ورځو پورې د اعتیاد پرېښودو په مرکزونو کې تر څارنې لاندې وو او اوس د نسبي ښهوالي له امله له درملنې مرکز څخه رخصت شوي دي.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، په تېرو درې کلونو کې له بغلان ولایت بېلابېلو سیمو څخه له ۴ زرو ډېر معتادان راټول او تر درملنې لاندې نیول شوي دي. د هغه په وینا، دا مهال هم شاوخوا ۱۸۰ تنه نور معتادان په دوو جلا مرکزونو کې تر درملنې لاندې دي.
کامران له کورنیو او سیمهییزو خلکو غوښتنه وکړه چې د ځوانانو تر منځ د اعتیاد د خپراوي د مخنیوي په موخه اړوندو ادارو سره همکاري وکړي. دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د طالبانو اداره سره له دې چې د نشهیي موادو د کنټرول ادعاوې کوي، خو تر اوسه یې په دې برخه کې بنیادي او ټولګټور پرمختګونه نه دي کړي، او اعتیاد لا هم د افغانستان په ټولنه کې له جدي ننګونو څخه شمېرل کېږي.




