په بادغیس کې پنځه تنه د غیرقانوني کیندنو په تور نیول شوي

د بادغیس د امنیې قومانداني ویلي چې امنیتي ځواکونو په جوند ولسوالۍ کې پنځه تنه د ناقانونه کیندنو او د لرغونو آثارو د موندلو د هڅې په تور نیولي دي.
د امنیې قوماندانۍ ویاند، صدیقالله صدیقي، ویلي چې دغه کسان تېره شپه د یوې امنیتي عملیات پر مهال د «خواجه جهانګیر» په سیمه کې هغه وخت ونیول شول چې د یوې مشکوکې سیمې د کیندلو په حال کې وو.
د ده په وینا، نیول شوي کسان غوښتل د لرغونو توکو او تاریخي ارزښت لرونکو شیانو موندنه وکړي، او له نیول کېدو وروسته د نورو څېړنو لپاره عدلي او قضايي ادارو ته معرفي شوي دي.
دا نیونې داسې مهال کېږي چې د طالبانو اداره په بادغیس کې وايي، د روان کال په ترڅ کې یې لسګونه نور کسان هم د غیرقانوني کیندنو او د طبیعي ځنګلونو د پرېکولو په تور نیولي دي. خو کلتوري کارپوهان ټینګار کوي چې د تاریخي میراث ساتنه د روڼو پالیسیو، مسلکي څارنې او د سلیقوي چلندونو د مخنیوي اړتیا لري؛ هغه موضوع چې د طالبانو تر واک لاندې تل له نیوکو سره مل پاتې شوې ده.




