په بادغیس کې د ماین چاودنې دوه ماشومان وژلي

په بادغیس ولایت کې د تېرو جګړو څخه پاتې خوشهیي ماین د چاودنې له کبله دوه ماشومان خپل ژوند له لاسه ورکړ. دا پېښه د یکشنبې په سهار، د لړم ۱۸مه، د بالامرغاب ولسوالۍ په پنیرک سیمه کې هغه مهال رامنځته شوه چې ماشومان د څاروو څرولو پر مهال یوه نهچاودېدلې چادونکي توکه وموندله او هغه یې اور ته واچوله چې له امله یې چاودنه وشوه.
د طالبانو د بادغیس د امنیه قوماندانۍ ویاند ویلي، دواړه ماشومان په ځای کې ساه ورکړې ده. دا پېښه یو ځل بیا په افغانستان کې د ماینونو او نهچاودلو توکو د پراخ شتون په اړه اندېښنې راپارولې دي.
سره له دې چې له جګړو کلونه تېر شوي، خو د دغو تاوتریخوالو پایلې لا هم د ملکیانو، په ځانګړې توګه ماشومانو، ژوند ته ګواښ پېښوي. د طالبانو اداره ویلي چې شاوخوا ۱۱۵۰ کیلومتره مربع سیمه لا هم له ماینو او چاودېدونکو توکو سره ککړه ده.
له بلې خوا، ملګرو ملتونو هم خبرداری ورکړی چې تر درې میلیون او درې سوه زره ډېر افغانان د دغو ککړو سیمو ته نږدې اوسېږي. دا وضعیت که چیري د ماین پاکۍ جدي اقدامات او عامه پوهاوی ونهشي، نو د ملکیانو د تلفاتو سبب به شي.
د دې حالت دوام او د ککړو سیمو د تصفیې لپاره د یو ملي پروګرام نشتوالی، د طالبانو ادارې د بشري بحرانونو په مدیریت او د هېواد د وګړو د امنیت په تأمین کې ناتواني ښيي.




