امنیت او پېښېمهم خبرونه

په بدخشان کې ۱۲۲ ټرافيکي پېښې؛ ۱۳۶ تنه وژل شوي

د بدخشان د امنيې قومانداني وياند ويلي چې د ۱۴۰۴ هجري لمريز کال په ترڅ کې په دې ولايت کې ۱۲۲ ټرافيکي پېښې ثبت شوې دي، چې په پايله کې ۱۳۶ کسان، د ښځو، نارينه‌وو او ماشومانو په ګډون، وژل شوي او ۱۷۵ نور ټپيان شوي دي.

احسان‌الله کامگار د دې پېښو اصلي لامل د سړکونو خرابوالی او د موټرچلونکو غيرحرفوي چلند بللی دی. د ده په وينا، يو شمېر دغو پېښو د بې‌احتياطۍ او د ترافيکي قوانينو د نه‌رعايت له امله رامنځته شوي دي.

بدخشان يو له غرنیو ولايتونو څخه دی چې د هېواد له شمال ختيځې برخې سره پروت دی. د دې ولايت ډېری سړکونه، په ځانګړي ډول د لرې پرتو سيمو سړکونه، له تخنيکي ستونزو او د ترانسپورت له اړتياوو سره مخ دي. د دې ولايت اوسېدونکي تل د سړکونو د خراب حالت له امله شکايت کوي او د جدي پاملرنې غوښتنه يې کړې ده.

په داسې حال کې چې په بدخشان کې د ترافيکي پېښو د تلفات شمېر اندېښمن بلل شوی، تمه ده چې د طالبانو اداره او اړوند ادارې د ترانسپورټي زيربناوو د ښه‌والي او د موټرچلونکو د جوازونو د جدي څار لپاره عملي اقدامات ترسره کړي، تر څو دا ډول پېښې راکمې شي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button