امنیت او پېښېمهم خبرونه

په بدخشان کې د ترافيکي پېښې له امله ۱۵ کسان مړه او درې ټپيان شول

د بدخشان ولايت د ارغنج‌خواه ولسوالۍ په يوه ترافيکي پېښه کې ۱۵ تنه، چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي، خپل ژوند له لاسه ورکړی او درې تنه نور ټپيان شوي دي.

د بدخشان د امنيې قوماندانۍ وياند، احسان‌الله کامګار، ويلي چې دا پېښه د شنبې ورځې له غرمې وروسته د «سندره» په سيمه کې رامنځته شوې ده، چيرې چې يو فلاینکوچ ډوله موټر د سړک د خرابوالي له امله له لارې وتلی او دره ته لوېدلی دی.

د هغه په وينا، د پېښې په قربانيانو کې شپږ ماشومان او پنځه ښځې شاملې دي. د پېښې شدت د بدخشان ځينو ولسواليو کې د سړکونو د خراب حالت له کبله د جدي خطرونو ښکارندوی دی.

کامګار زياته کړې چې ټپيان د بدخشان ولايتي روغتون ته انتقال شوي، د درملنې لاندې دي، او د هغوی روغتيايي حالت د ښه کېدو په حال کې دی.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button