امنیت او پېښېمهم خبرونه

په بدخشان کې د ترافیکي پېښې له امله ۱۲ کسان مړه او درې نور ټپیان شول

د بدخشان ولایتي چارواکي وايي چې په ارغنجخوا ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې په پایله کې ۱۲ تنه مړه شوي او درې تنه نور ټپیان دي. دا پېښه د شنبې له غرمې وروسته د یادې ولسوالۍ د سمدر په سیمه کې رامنځته شوې ده.

د بدخشان د امنیې قوماندانۍ ویاند احسان‌الله کامګار وویل، هغه موټر چې یاد کسان پکې سپرلي وو، په یاد مسیر کې له پېښې سره مخ شوی او درانه تلفات یې اړولي دي. د پېښې ټپیان د درملنې لپاره روغتیایي مرکزونو ته لېږدول شوي دي.

ځایي چارواکو د دې پېښې اصلي لامل د سرک خرابوالی بللی دی؛ داسې موضوع چې یو ځل بیا د بدخشان د ترانسپورټي بنسټونو د خراب وضعیت په اړه اندېښنې زیاتوي. د سیمې اوسېدونکو څو ځله له د طالبانو له ادارې غوښتي چې د مواصلاتي لارو د ترمیم او ښه والي لپاره جدي پام وکړي، خو د هغوی په وینا، تر اوسه دې غوښتنو ته عملي ځواب نه دی ورکړل شوی.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button