امنیت او پېښېمهم خبرونه

د بدخشان په بهارک کې د طالبانو د څلورو جنګیالیو د وژل کېدو ادعا شوې

د افغانستان د ازادۍ جبهې اعلان کړی چې د «پسرلنیو حملو» د نوې پړاو له پيل سره، یې په بدخشان ولایت کې څلور طالبان وژلي دي. دغه جبهه د دوشنبې په ورځ، د وري په لسمه نېټه، د یوه ویډیو په خپرولو سره ادعا کړې چې دا عملیات د طالبانو د ۲۱۹ فرقې د سرحدي لوا له څار برج سره تړاو لري، او دا برید د بهارک ولسوالۍ د «قلاتک» سیمه کې ترسره شوی دی.

د ازادۍ جبهې په وینا، د دې برید په پایله کې د طالبانو درې نور جنګیالي ټپیان شوي دي. د طالبانو اداره تر د دې خبر تر خپرېدو پورې د یادې پېښې په اړه غبرګون نه دی ښودلی.

د ازادۍ جبهې مخکې اعلان کړی و چې د روژې میاشتې له امله یې خپلې نظامي عملیاتونه لنډمهاله درولي دي. اوس دا جبهه وايي، د هغه پړاو له ختمېدو وروسته یې د بریدونو نوی پړاو پيل کړی او د طالبانو د ادارې د ځواکونو د تجمع مرکزونه، قرارګاهونه او د تلاښي پوستې به په نښه کړي.

په وروستیو میاشتو کې، له هغه سره هم‌مهاله چې د طالبانو د ادارې له خوا په هېواد کې محدودیتونه او فشارونه ډېر شوي، د ازادۍ جبهې او د ملي مقاومت جبهې وخت ناوخت د طالبانو پر ځواکونو د وسلوالو بریدونو مسوولیت پر غاړه اخیستی دی. خو د رسنیو د محدودیتونو او د جګړو سیمو ته د نه آزاد لاسرسي له امله، د دغو ادعاوو خپلواکه ارزونه له ستونزو سره مخ ده.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button