ټولنه‌یزمهم خبرونه

په بدخشان او سمنګان کې د سلګونو زرو ونو د کېنولو کمپاین پيل شو

د سيمه ییزو چارواکو په وینا، د نوې ونو کېنولو کمپاین په بدخشان او سمنګان ولایتونو کې پيل شوی او ټاکل شوې چې د روان کال په اوږدو کې په دغو دوو ولایتونو کې سلګونه زره ونې وکينول شي. د چارواکو د معلوماتو له مخې، یوازې په بدخشان کې ۳۰۰ زره ونې او په سمنګان کې هم د پام وړ شمېر ونې کېنول کېږي.

چارواکي وايي، د دې پروګرام موخه د شنو ساحو بیا رغاونه، د چاپېریال د ساتنې د فرهنګ پیاوړتیا او د خلکو هڅونه ده چې د ښارونو په سرسبزۍ کې فعاله ونډه واخلي. هغوی ټینګار کړی چې د خلکو همکاري د ونو په ساتنه او پالنه کې د دې کمپاین د بریا لپاره بنسټیز رول لري.

بدخشان او سمنګان د هېواد د شمال او شمال ختیځ ولایتونو له ډلې څخه دي چې په وروستیو کلونو کې له اقلیمي بدلونونو او د بوټو د پوښښ له کمښت سره مخ شوي دي. چارواکي هیله څرګندوي چې د دې پروګرام پلي کول به د دغو سیمو د چاپېریالي وضعیت په ښه والي کې اغېزمن تمام شي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button