د بدخشان اوسېدونکو د پاکستان وروستي بریدونه وغندل

سلګونه د بدخشان ولايت د سرحدي ولسواليو اوسېدونکي د يوې غونډې په ترڅ کې د پاکستان د پوځي رژيم وروستي بريدونه پر افغانستان وغندل او له امنيتي ځواکونو سره یې خپل ملاتړ څرګند کړ.
د غونډې ګډونوالو ټينګار وکړ چې دغه بريدونه د افغانستان پر ملي حاکميت ښکاره تېری دی او باید ژر تر ژره ودرول شي. هغوی وویل، د بدخشان خلک تل د هېواد د امنيتي ځواکونو تر څنګ ولاړ دي او د افغانستان د بشپړتیا او خاوری د دفاع لپاره چمتو دي.
د غونډې د جوړوونکو په وينا، د سرحدي سيمو اوسېدونکي اماده دي چې د هېواد د خاورې د دفاع لپاره هر ډول قرباني ورکړي. هغوی له اړوندو ادارو وغوښتل چې د سرحدي سيمو د دايمي امنيت لپاره جدي تدابير ونيسي.
بدخشان ولايت د افغانستان په شمال ختيځ کې موقعيت لري او ګڼ شمېر ولسوالۍ یې له سرحدي سيمو سره نښتې دي؛ هغه سيمې چې په تېرو کلونو کې هم د وخت پر وخت د تاوتريخوالو شاهدې پاتې شوې دي.




