په بدخشان کې د معدني چاودنې له امله دوه کارګر وژل شوي

د بدخشان ولایت د راغستان ولسوالۍ په یوه کان کې د چاودېدونکو موادو د چاودنې له امله دوه کارګر وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي. دا پېښه د دوشنبې په ورځ، د سلواغې په ۲۷مه رامنځته شوې ده.
د طالبانو د پولیسو ویاند احسانالله کامګار ویلي، چې د دې پېښې قربانیان د یفتل ولسوالۍ اوسېدونکي وو. د هغه په وینا، چاودنه د هغو چاودېدونکو موادو له امله رامنځته شوې چې د کان د استخراج په بهیر کې ترې استفاده کېدله.
بدخشان د افغانستان له هغو ولایتونو څخه دی چې له طبیعي کانونو ډېر مالامال دی، او په وروستیو کلونو کې د کانونو د استخراج بهیر پکې زیات شوی دی. د طالبانو اداره د کانونو د استفادې پر پراختیا تمرکز کړی، خو راپورونه ښيي چې په ډېرو کانکيندونکو پروژو کې د خوندیتوب معیارونه په جدي توګه نه مراعتېږي.
د ورته پېښو تکرار د کارګرانو د خونديتوب او د مؤثرې څارنې د نشتوالي په اړه اندېښنې زیاتې کړې دي. کارپوهان ټینګار کوي چې د طالبانو د ادارې مسؤلین باید د کارګرانو د ساتنې لپاره لازم تدابیر ونیسي، ترڅو د ورته پېښو له تکرار څخه مخنیوی وشي.




