په بدخشان کې د طلایو د کانونو پروژو له لارې له سل زرو زیات دندې رامنځته شوې

د طالبانو اداره ویلي چې په بدخشان ولایت کې له سل زرو څخه ډېر کسان د طلایو د کانونو د ایستلو په پروژو کې په کار بوخت دي. دا کسان په مستقیم او غیرمستقیم ډول د ښار بزرگ، یفتل پایان، کوهستان، راغستان، خواهان او ارغنجخواه ولسوالیو کې د کان کیندنې او اړوندو تخنیکي فعالیتونو برخه کې کار کوي.
د طالبانو د معادن او پټرولیم وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې د دې ولایت د طلایو د کانونو فعالېدو نه یوازې د کار موندنې فرصتونه زیات کړي، بلکې د یادو سیمو اقتصادي وضعیت یې هم ښه کړی دی. په اعلامیه کې راغلي چې یو شمېر د بدخشان اوسېدونکي چې مخکې له بېروزګارۍ او اقتصادي ستونزو سره مخ وو، اوس د دغو پروژو له لارې ورځنی عاید تر لاسه کوي.
د ورکړل شويو معلوماتو له مخې، د بدخشان د کانونو قراردادي شرکتونو تر اوسه د ټولنیزو خدماتو په برخه کې د ۲۲۳ میلیونه افغانۍ په ارزښت ۱۷ انکشافي پروژې پیل کړې دي. د کوکچې د سیند پر سر د پنځو بنسټیزو پله جوړول، د سړکونو جوړول، د اوبو د رسونې شبکې جوړول او یو شمېر عامه خدمات په دغو پروژو کې شامل دي.
له دې سره، د طالبانو اداره ټینګار کوي چې د هېواد د کانونو قانوني ایستنه او د طبیعي زیرمو شفاف مدیریت یې له مهمو کاریو شمېرل کېږي. دا په داسې حال کې ده چې په تېرو کلونو کې د کانونو د قراردادونو د شفافیت، د څارنې څرنګوالي او د سیمهییزو ټولنو د ونډې په اړه اندېښنې موجودې وې، او تمه کېږي چې په دې اړه لا ډېر جزییات په روښانه ډول د خلکو تر لاسه ورسېږي.




