اقتصادمهم خبرونه

د بدخشان د برېښنا سخت کمښت؛ اوسېدونکي د کوکچې او آمو اوبو د کارونې غوښتنه کوي

بدخشان ولايت، سره له دې چې د کوکچې او آمو درياو د مهمو اوبو سرچينې لري، له کلونو راهيسې له سخت برېښنا کمښت سره مخ دی. د دې ولايت د مرکز او ولسواليو اوسېدونکي وايي، د دوامدارې برېښنا نشتون د دوی د ورځني ژوند او اقتصادي فعاليتونو له جدي ستونزو سره مخ کړی دی.

يو شمېر اوسېدونکي له د طالبانو له ادارې غواړي چې د دې ولايت د بهېدونکو اوبو له ظرفيت څخه په مؤثر ډول د برېښنا د توليد لپاره ګټه واخلي. د دوی په وينا، سره له دې چې بدخشان د طبيعي سرچينو له پلوه د پام وړ ظرفيت لري، خو د برنامې او پانګونې نشتوالی لامل شوی چې دا ظرفيتونه بې‌استفادې پاتې شي.

کارپوهان هم ټينګار کوي چې د اوبو د سرچينو معياري کارونه د برېښنا د کمښت د بحران د پای ته رسولو يوازينۍ بنسټيزه لاره ده. دوی باور لري چې د برېښنا د بندونو پراختيا کولای شي د بدخشان د انرژۍ اړتيا تر ډېره بريده پوره کړي.

د موجودو معلوماتو له مخې، بدخشان شاوخوا ۱۴۰ ميګاواټه برېښنا ته اړتيا لري، خو د دې ولايت د ټولو سرچينو د توليد ظرفيت تر اوسه ۵۰ ميګاواټه هم نه‌رسېږي. دا څرګنده تشه د اړتيا او توليد تر منځ هغه پوښتنې راولاړوي چې د طالبانو ادارې د لرې پرتو ولايتونو د انرژۍ د زېربناوو د پراختيا په برخه کې څومره اغېزناک کار کړی دی.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button