مهم خبرونهنړیوال

ملګري ملتونه: د افغان کډوالو بېرته ستنول «غیر عملي» دي

د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام یو لوړپوړي چارواکي ویلي، چې اوسنی حالت کې افغانستان د کډوالو د بېرته منلو وړتیا نه لري او د هغوی ستنول غیر عملي او ناپایدار اقدام دی.

په داسې حال کې چې ځیني اروپايي هېوادونه پر دې ټینګار کوي چې هغه افغان مهاجر چې د پناه غوښتنې غوښتنې یې رد شوې، بېرته خپل هېواد ته واستول شي، د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي، افغانستان د دغو افرادو د منلو توان نه لري.

کاني ویګناراجا، چې د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام د آسیا او پاسفیک سیمې مشره ده، په یوه خبري ناسته کې ویلي، چې د میداني واقعیتونو په نظر کې نیولو سره، افغانستان ته د یوې ډلې مهاجرینو بېرته استول «غیر عملي» او بې ثباته تصمیم دی.

نوموړې زیاته کړې، چې په افغانستان کې د روان بحراني وضعیت، نړیوالو مرستو د پرې کېدو یا کمېدو او د بشري مرستو رسوونکو ادارو د فعالیتونو د محدودېدو له امله، د کډوالو بېرته ستنیدل له جدي ننګونو سره مخ دي. د هغې په وینا، د طالبانو اداره نه یوازې دا چې د هېواد وګړو ته اساسي خدمتونه نه شي برابرولی، بلکې د ازادیو په محدودولو او د ناامنۍ فضا رامنځته کولو سره یې د بیا رغونې او د مهاجرینو د بېرته ستنیدو شرایط هم له منځه وړي.

د ملګرو ملتونو پراختیايي اداره دا هم خبرداری ورکړی، چې د کافي منابعو نشتوالي په صورت کې د بېرته ستنو شوو مهاجرینو د ځایي ټولنو سره یو ځای کیدل به د نوو بشري بحرانونو د رامنځته کېدو احتمال زیات کړي. د ادارې په وینا، دا ډول بېړني تصمیمونه له اروپايي هیوادونو څخه، ممکن د سیمې پر ثبات منفي اغېز وکړي.

د همدې ادارې د معلوماتو له مخې، شاوخوا ۴.۵ میلیونه افغان مهاجر ښايي په نژدې راتلونکي کې بېرته هېواد ته ستانه شي؛ یو شمېر چې د نړیوال ملاتړ او معتبره ادارو له مرستې پرته اداره کول یې ډېر سخت کار دی.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button