امنیت او پېښېمهم خبرونه

په بدخشان کې د موټر واورېدنې پېښه کې پنځه تنه وژل شوي

په بدخشان ولایت کې د شهر بزرگ ولسوالۍ د «آویز» سیمې په اوږدو کې یو د لېنډکروزر ډوله موټر نن سهار راواوړېد چې له امله یې پنځه تنه مړه او څلور تنه نور ټپیان شوي دي. دا پېښه نن د سهار په پنځو بجو شوې ده.

د شهر بزرگ ولسوالۍ د امنیې قوماندان سیف‌الدین عازم ویلي، پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې یو تېز رفتار موټر له سړک څخه منحرف شو. د ده په وینا، ټپیان د درملنې لپاره نږدې روغتیايي مرکز ته لېږدول شوي دي.

د شهر بزرگ ولسوالۍ د بدخشان له هغو غرنیو او صعب‌العبور سیمو څخه ده چې اوسېدونکي یې څو وارې د خونړیو ترافیکي پېښو شاهدان پاتې شوي دي. د سړکونو خراب حالت، د لارې تنګوالی او د خوندیتوب د تدابیرو نشتوالی د داسې پېښو د تکرار اصلي لاملونه ګڼل کېږي.

د سيمې اوسېدونکي د ورته پېښو د زياتېدو پر وړاندې اندېښنه څرګندوي او له د طالبانو له ادارې غواړي چې د يادې ولسوالۍ د سړکونو د بيا رغونې او معياري کولو لپاره جدي پاملرنه وکړي. د دوی په باور، د ترانسپورتي زېربناوو له پامه غورځول کېدل د نورو خلکو ژوند له خطر سره مخامخولی شي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button