سياستمهم خبرونه
اذربايجان ۱۴ افغان بنديان ازاد کړل

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ويلي چې د اذربايجان جمهوريت د رهبرۍ په امر ۱۴ افغان بنديان خوشي شوي دي. د وزارت په وینا، دغه ګام د افغانستان د سفارت د پرلهپسې هڅو په نتيجه کې د باکو په ښار کې عملي شوی دی.
په اعلاميه کې راغلي چې د دغو بنديانو ازادېدل د طالبانو د ادارې د ځانګړو لارښوونو له مخې او د افغانستان د ډيپلوماتيکو هڅو په پایله کې ممکن شوي دي.
د بهرنیو چارو وزارت د اذربايجان له دولت او اړوندو ادارو مننه کړې او دغه اقدام يې «انساني کار» بللی دی.
همدارنګه ټينګار شوی چې د بهر کې د نورو افغان بنديانو د دوسيو د څارنې او حل هڅې به دوام ولري.




