امنیت او پېښېمهم خبرونه

د ازادۍ جبهې په کابل کې د طالبانو پر ځواکونو د برید ادعا وکړه

د افغانستان د ازادۍ جبهې ادعا کړې ده چې د طالبانو د ادارې پر ځواکونو د هدفمند برید په پایله کې درې تنه وژل شوي او يو بل ټپي شوی دی. دغه جبهه وايي چې دا برید تېره شپه د کابل ښار د «تهيه مسکن» په سیمه کې، د «آريانا تېلو ټانک» ته نېږدې ترسره شوی دی.

د ازادۍ جبهې د خپرو شوو مالوماتو له مخې، د برید هدف د طالبانو اړوند يو نظامي رنجر موټر و. دغې جبهې د خپلې ادعا د تائيد لپاره د برید د بهیر ويډيو هم خپره کړې ده.

د ازادۍ جبهې تر دې مخکې هم په څو ولايتونو لکه کندز، فارياب او بدخشان کې د ورته بریدونو مسئوليت منلی او د طالبانو د ځواکونو د تلفاتو خبر يې ورکړی و، خو دا ادعاوې اکثراً د خپلواکو سرچینو له خوا بېل بېل نه دي تاييد شوي.

په همدې حال کې، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په خپل یو وروستي راپور کې د طالبانو پر ضد د وسله‌والو مخالفو جبهاتو د فعالیتونو زیاتوالي ته اشاره کړې او ویلي يې دي چې په یو شمېر ولايتونو کې بریدونه شوي دي. دا مسئله د دوامدارې ناامنۍ او د طالبانو د ادارې د ناکامۍ نښه بلل کېږي، چې نه ده توانېدلې په ټول هېواد کې ثبات تامين کړي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button