آیتالله سیستاني له رغېدو وروسته له عراقي ولس سره ولیدل

د شیعهمذهبو د نړۍ له سترو دیني عالمانو څخه آیتالله سید علي سیستاني، د جمعې په ورځ له انفلوانزا ناروغۍ تر روغېدو وروسته، په نجف ښار کې له عراقي ولس سره ولیدل. دا لیدنه د حضرت فاطمه زهرا (سلاماللهعلیها) د زوکړې کلیزې په مناسبت ترسره شوې، او د عراق رسنیو یې انځورونه خپاره کړي دي.
د آیتالله سیستاني مطبوعاتي دفتر ویلي، چې نوموړي په دې مناسبه لیدنه کې د حضرت فاطمه زهرا (س) زوکړه ولس ته مبارکي وویله او د اسلامي امت لپاره یې دعا وکړه. هغه له خدایه وغوښتل، چې د اهل بیتو (ع) پیروان د سلامتیا، روغتیا او مستقیمې لارې په لور وساتي.
له دې مخکې، د ډسمبر پر پنځمه نېټه، د آیتالله سیستاني د دفتر یوه نږدې سرچینه په یوه اعلامیه کې دده ټولو لیدنو ته د لنډمهاله ځنډ خبر ورکړی و. په هماغه اعلامیه کې ویل شوي وو، چې د سیستاني روغتیایي وضعیت د قناعت وړ دی او نوموړی تر بشپړې پاملرنې لاندې دی.
دا وروستۍ لیدنه د آیتالله سیستاني د بشپړ روغېدو او خپلو معمول فعالیتونو ته د بېرته ستنېدو نښه بلل کېږي. دده دفتر پر خلکو غږ کړی، چې د ټولنیزو رسنیو شایعاتو ته پام ونه کړي او یواځې له رسمي اعلامیو سره اعتبار ولري.




