د سيد مجتبی خامنهاي لومړنی پيغام د رهبرۍ تر ټاکنې وروسته خپور شو

آيت الله سيد مجتبی حسيني خامنهاي، د ايران نوی رهبر، خپل لومړنی رسمي ليکلی پيغام د خبرګانو د مجلس له اعلان وروسته د ايران د ملي رسنيو له لارې له خلکو سره شريک کړ او د رهبرۍ مسئوليت يې «يوه سخته دنده» وبلله. نوموړي وويل، دی د خلکو په څېر د تلويزيون له لارې د خبرګانو د مجلس د رایې له پايلې خبر شو او دا مسئوليت يې د پخواني رهبر تر شهادت وروسته پر غاړه اخيستی.
هغه د خپل پيغام په پيل کې د پخواني رهبر شهادت ته اشاره وکړه، خواشيني يې څرګنده کړه او له خدايه يې د ايراني ولس او د اسلامي نړۍ د مسلمانانو د خير دعا وکړه. نوموړي د رهبرۍ مقام ته د يو مهم تاريخي سابقې په توګه اشاره وکړه او ټينګار يې وکړ چې پر هغه څوکۍ کښيناستل، چې مخکې د اسلامي جمهوريت د بنسټايښودونکي او وروسته د آيت الله علي خامنهاي په واک کې وه، يوه درنه دنده ده.
د ايران نوی رهبر د پخواني رهبر د شخصيتي ځانګړتياوو او تېرې مبارزې يادونه وکړه او هغه يې د اوږدې مبارزې او خدمت لرونکی شخص وباله. ده زياته کړه چې د دغه لاري دوام به يوازې د خدای په مرسته او د خلکو په همکارۍ ممکن وي، او ټينګار يې وکړ چې د دې مسئوليت د ترسره کولو لپاره د ملت ملاتړ ته اړتيا لري.
آيت الله سيد مجتبی خامنهاي د خپل پيغام يوه مهمه برخه د ايران په سياسي جوړښت کې د خلکو رول ته ځانګړې کړه. ده وويل، د پخوانيو رهبرانو له ځانګړنو يوه دا وه چې خلکو ته يې په بېلابېلو برخو کې ميدان ورکاوه او پر د هغوی پر شتون تکيه يې کوله. د ده په وينا، په وروستيو ورځو کې هم د خلکو حضور او هوښيارتيا د هېواد د ثبات او ځواکمنتيا سبب شوې ده.
آيت الله خامنهاي د اسلامي ارزښتونو په حواله زياته کړه چې د خلکو ګډون او حضور د رهبرۍ او نورو دولتي بنسټونو د کاراغېزتيا شرط دی، او بې له دغه حضور څخه ادارې خپلې دندې په سمه توګه نه شي ترسره کولی. ده همدارنګه پر توکل، د خدای پر لور او د ټولنې د بېلابېلو قشرونو ترمنځ د يووالي پر ساتلو ټينګار وکړ.
ده په پای کې وويل، د ملي يووالي ساتل او د اختلافونو له پراختيا څخه ډډه کول، د سختو شرايطو د تېرېدو لپاره اړين دي او وحدت کولی شي د هېواد د پرمختګ او ثبات زمينه برابره کړي.
په نورو برخو کې آيت الله سيد مجتبی خامنهاي پر «اغېزمن دفاع» په روانه جګړه کې، د خلکو پر دوامداره حضور او د تنگې هرمز د بندولو په څېر وسيلې کارولو ټينګار وکړ. ده څرګنده کړه چې که جګړه دوام وکړي، د نويو جبهاتو پر پرانيستلو هم غور روان دی او دا به د ملي ګټو له مخې ترسره شي.
ده وويل، د خلکو پراخ حضور په ټولنيزو، سياسي، کلتوري او امنيتي ډګرونو کې مهم دی، خو دا ګډون بايد د ټولنيز يووالي ته زيان ونه رسوي. ده د ۱۴۴۷ کال د قدس ورځې د مراسمو د اهميت يادونه وکړه او هغه يې «د دښمن ماتولو عنصر» وباله.
رهبر د ايران له خلکو وغوښتل چې په روانو شرايطو کې يو له بل سره مرسته وکړي او له خدماتي ادارو يې غوښتنه وکړه چې له زيانمنو شوو کسانو سره مرسته وکړي. نوموړي وويل، که دا اصول مراعات شي، د «عظمت ورځو» ته د رسېدو زمينه برابريږي او يو مثال يې د اوسني جنګ بريا وبلله.
ده له ايراني ځواکونو د «د دښمن د مخنيوي» په نوم قدرداني وکړه او وويل د خلکو عمومي غوښتنه د دفاع دوام دی. خامنهاي ټينګار وکړ چې د تنگې هرمز د بندولو اهرم بايد همداسې جاري وساتل شي او زياته يې کړه چې د نويو جبهاتو د فعالولو په اړه څېړنې هم روانې دي.
نوموړي د «د مقاومت جبهه» ډلو لکه د يمن، د حزب الله لبنان او د عراق د مقاومت مننه وکړه او دا يې د اسلامي انقلاب د ارزښتونو نه بېلېدونکې برخه وبلله.
ده له د جګړې د وژل شوو او ټپيانو له کورنيو سره خواخوږي څرګنده کړه او يادونه يې وکړه چې د ده د کورنۍ ځینې غړي هم په تېرو پېښو کې وژل شوي دي. خامنهاي ټينګار وکړ چې د وژل شوو وګړو پر وړاندې له «انتقام» به لاس وانخلي او دا موضوع به لا هم د حکومت په کارونو کې شامله وي.
ده د ميناب د يوې مدرسې پېښې ته ځانګړې اشاره وکړه او وويل دا موضوع ځانګړې اهميت لري چې بايد جدي وڅېړل شي. ده پر مجروحينو د وړيا درملنې او د مالي زيان د جبران کولو ټينګار وکړ او دا يې د اړوندو چارواکو اجرایي مسئوليت وباله.
آيت الله سيد مجتبی حسيني خامنهاي، د ايران د اسلامي جمهوريت درېيم رهبر، وويل چې ايران به د «دښمن د يرغل» په بدل کې تاوان واخلي، او که مقابل لوری انکار وکړي، متقابل اقدام به ترسره کړي. دی زياته کړه که تاوان ورنه کړل شي، ايران به د هغوى د شتمنيو برخه ترلاسه يا له منځه يوسي.
خامنهاي د ايران له ګاونډي هيوادونو سره د اړيکو په اړه وويل چې ايران له خپلو ۱۵ ځمکنيو او بحري ګاونډيانو سره تل د تودو او رغنده اړيکو غوښتونکی و. خو ده څرګنده کړه چې په تېرو کلونو کې په ځينو هيوادونو کې پوځي او مالي اډې جوړې شوې چې په وروستيو بريدونو کې ترې کار اخيستل شوی دی. د ده په وينا، ايران د دغو هېوادونو خاورې ته بې له تجاوزه يوازې هماغه اډې په نښه کړې دي، او که وضع دوام وکړي، دا لړۍ به روانه پاتې شي.
ده له سيمهييزو هېوادونو وغوښتل چې د «يرغلګرو» په اړه خپل دريځ مشخص کړي او سپارښتنه يې وکړه چې دغه اډې هرڅومره ژر وتړل شي. نوموړي زياته کړه چې ايران په سيمه کې د سلطې غوښتونکی نه دی او چمتو دی چې له خپلو ګاونډيانو سره د دوستۍ او متقابلو اړيکو ساتنه وکړي.
په بله برخه کې ده د «شهيد رهبر» آيت الله سيد علي خامنهاي ياد تازه کړ او په احساساتي وينا کې يې د هغه د نقش او مقام ستاينه وکړه. ده د خپل پلار د شهادت يادونه وکړه چې د رمضان د لسمې په سهار شوې وه، او د ده پر لار او موخو د دوام ژمنه يې وکړه او د هېواد د پرمختګ او د هغه څه لپاره چې «د مقاومت جبهه» يې وباله، دعا وکړه.
رهبر د ايران ديني عالمانو، سياسي او فرهنګي شخصيتونو، د درې واړو قواوو مسئولانو او د موقت رهبرۍ شورا څخه د ملاتړ او همکارۍ له امله مننه وکړه. ده په پای کې د رمضان په مبارکه مياشت کې د ايران خلکو او د اسلامي نړۍ مسلمانانو ته د عزت، روغتيا او بريا دعا وکړه.




