دوهم سرلیکمهم خبرونهنړیوال

د ایران نوي مشر د افغانستان او پاکستان د اړیکو د ښه کېدو غوښتنه وکړه

آیت‌الله سید مجتبی حسینی خامنه‌ای، د ایران د اسلامي جمهوریت نوی مشر، د ۱۴۰۵ لمریز کال د پیل په مناسبت په یوه لیکلي پیغام کې د ګاونډیو هېوادونو، په ځانګړي ډول افغانستان او پاکستان سره د اړیکو د پیاوړتیا ټینګار وکړ او د دې دوو هیوادونو د اړیکو د ښه کېدو غوښتنه وکړه.

هغه په دغه پیغام کې د اسلامي جمهوریت د ګاونډیتوب پر بنسټ د سیاست تګلاره «جدي او واقعي» وبلله او زیاته یې کړه چې تر جغرافیایي نږدېوالي هاخوا، د دیني ګډو ارزښتونو، مقدسو ځایونو، قومي او ژبنیو اړیکو او ګډو ستراتيژیکو ګټو شتون کولی شي د ایران او ګاونډیو ترمنځ د اړیکو د لا پیاوړتیا زمینه برابره کړي. ده وویل چې ایران خپل ختیځ ګاونډیان د ځان نږدې بولي.

د ایران مشر په څرګنده توګه د افغانستان او پاکستان یادونه وکړه او دغه هېوادونه یې «وروڼه هېوادونه» وبلل. هغه له کابل او اسلام‌اباد څخه وغوښتل چې د مسلمانانو د یووالي د ساتنې او د دوه‌ اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا لپاره عملي ګامونه واخلي. نوموړي همدارنګه وویل چې ایران په دې برخه کې د هر ډول لازمو اقداماتو لپاره چمتو دی.

په دې پیغام کې آیت‌الله حسینی خامنه‌ای هغه بریدونه هم وغندل چې تازه په ترکیه او عمان کې شوي، او څرګنده یې کړه چې دا پېښې د ایران د وسله‌والو ځواکونو او یا د موسومې «د مقاومت جبهې» له ډلو سره هېڅ تړاو نه لري. ده دغه بریدونه د هغو هڅو یوه برخه وبلله چې موخه یې د ایران او د سیمې د هېوادونو ترمنځ د اختلاف رامنځته کول دي.

هغه په پای کې د نوي کال په مناسبت د ایران ملت، ګاونډیو او د اسلامي هېوادونو لپاره د «بریاو او سوکالۍ» هیله څرګنده کړه.

آیت‌الله سید مجتبی حسینی خامنه‌ای د آیت‌الله سید علي خامنه‌ای د وژنې وروسته، چې د امریکا او اسراییلو په پوځي برید کې د حوت په نهمه رامنځته شوه، د ایران د خبرگان شورا له‌خوا د دغه هېواد درېیم لوړ پوړی مشر وټاکل شو.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button