په جرمني کې د آيتالله العظمی امام خامنهاي د شهادت د لمانځنې مراسم ترسره شول

د جرمني په بېلابېلو ښارونو کې افغان شيعه اوسېدونکو، د اسلامي امت د مشر آيتالله العظمی امام خامنهاي د شهادت تر اعلان وروسته، د خپلو ښارونو جوماتونو ته لاړل او د خپل شهيد مشر د ویر او سوګ مراسم یې ترسره کړل. په فرانکفورت کې مېشتو افغانانو د عراق، پاکستان، لبنان او نورو هېوادونو له مؤمنانو سره يو ځای، د دغه ښار په امام مهدي جومات کې د اسلامي نړۍ د شهيد رهبر د شهادت په تړاو د عزا مراسم ترسره کړل. د فرانکفورت امام جمعه، حجت الاسلام والمسلمين شيخ زکریا مشکور کابلي، په دې غونډه کې هغه تروريستي عمل په سختو ټکو وغندلو چې له امله یې آيتالله العظمی امام خامنهاي او د ايران د اسلامي جمهوريت يو شمېر قوماندانان او سياسي شخصيتونه شهيدان شوي وو. نوموړي له جرمني فدرالي حکومت وغوښتل چې دا وحشيانه عمل په کلکه وغندي.
هغه په خپلو خبرو کې وويل: “آيتالله خامنهاي د ځمکې پر مخ يوازنی رهبر و چې زموږ په زمانه کې یې د زمان د فرعون پر وړاندې زنګون ونهښود. هغه د خپل نیک حضرت حسين بن علي علیه السلام په څېر، تر وروستۍ شيبې استقامت وکړ او د انسانيت، عدالت او آزادۍ د مفاهيمو دفاع یې وکړه.”
د فرانکفورت امام جمعه زياته کړه: “موږ وياړو چې زموږ رهبر د شهادت له لارې دې دنيا ته مخه کړې نه د بستر له مړينې سره.” مشکور کابلي همداراز وويل: “موږ افتخار کوو چې د هغه رهبر پيروان يو چې د شيعه او سني ترمنځ ريښتینی اتحاد رامنځته کړ او د مظلومو فلسطينیانو ملاتړ یې وکړ. هغه ۸۷ کلن باعزته، باکرامته او پاک ژوند درلود او په د امالمؤمنين خديجې کبری د وفات په ورځ، د روژې په مياشت کې، په دفتر کې د شهادت لوړې مقام ته ورسېد، نه په کوم پټ ځای کې.”
په همدې مهال، د هانوفر په ښار کې د پيغام نور جومات په بل مجلس کې هم، د اسلامي امت د شهيد رهبر د وينې ارادتمندانو د امريکا د متحدو ايالتونو وحشيانه عمل وغندلو، چې د شيعهګانو د مرجع تقلید په شهادت یې پای ته ورساوه.
حجت الاسلام والمسلمين سيد احمد موسوي مبلغ، د پيغام نور جومات امام، په خپلو خبرو کې وويل: “موږ وياړو چې په داسې زمانه کې ژوند کوو چې ستر شخصيتونه لکه امام خميني (ره)، شهيد آيتالله العظمی خامنهاي، شهيد سيد حسن نصرالله او شهيد حاج قاسم سليماني پکې ژوند کړي دي او د خالص اسلامي ارزښتونو پر بنسټ یې د بشريت لپاره د ديانت الګو وړاندې کړه.”
هغه زياته کړه: “تولي او تبري د مسلمانانو له اساسي اصولو څخه دي، او موږ د همدې اصولو پر بنسټ له ظالمانو او ستمګرانو څخه بيزاري څرګندوو، هغو ته چې د اسلامي امت د رهبر په شهادت کې لاس لري. موږ په لوړ غږ د خپل شهيد رهبر ملاتړ اعلان کوو.”
موسوي مبلغ وویل: “شهيد آيتالله خامنهاي د اميرالمؤمنين علیه السلام د ژوند يو ژوندی تمثيل و. هغه د زړورتيا، فصاحت، عدالت او د اصولو په ساتلو کې د هغه امام ځانګړتياوې درلودې، او موږ ته یې د اميرالمؤمنين روښانه څېره وښوده.”
په دې مراسمو کې د اسلامي امت عزادارانو د سینیوهلو او د مصيبتونو د ذکر له لارې، د حضرت آيتالله خامنهاي له مقدسې روح سره خپله مينه او وفاداري څرګنده کړه او له هغه سره یې ژمنه وکړه چې د ده د مبارزې لار به د استکبار پر وړاندې پر مخ وړي.




