آکسیوس: د ټرمپ ځينې نږدې ملګري د ايران پر ضد د بريد له پرېکړې پښېمانه دي

امريکايي رسنۍ آکسیوس راپور ورکړی چې يو شمېر کسان د دونالد ټرمپ، د متحده ايالاتو د ولسمشر، له نږدې کړۍ څخه د ايران پر ضد د بريد په اړه شکمن او پښېمان شوي دي. د دې رسنۍ په وينا، ځينې له دغو کسانو اوس دا باوري ګڼي چې دا اقدام ښايي يوه ناسمه پرېکړه وه.
آکسیوس ليکلي، له ايران سره جګړه هغه لومړنی مورد دی چې د ولسمشر ټرمپ د کړکېچونو د مديريت عادي تګلاره له جدي ننګونې سره مخ کړې ده. په راپور کې ويل شوي، د پخوانيو حالاتو برعکس، دا ځل د هغه لپاره د چټک شاتګ يا د ناڅاپي تګلوري بدلون امکان دومره اسانه نه دی.
د راپور له مخې، يو تن له ټرمپ سره نږدې چارواکي روان حالت ته د «پېرېدونکي پښېماني» نوم ورکړی دی. دا اصطلاح په سياسي ادبياتو کې هغه حالت ته کارېږي چې يو شخص يا سياسي بهير له مهمې پرېکړې وروسته د هغې پر سموالي شکمن او پښېمان شي.
آکسیوس د دغو کسانو د هويت يا د هغوی د نفوذ کچې په اړه نور جزئيات نه دي ورکړي، خو ټينګار يې کړی چې د دې اقدام د ممکنه پايلو په اړه اندېښنې د امريکا د ولسمشر د نږدې کړيو په منځ کې زياتې شوې دي.




