د مهاجرینو خبرونهمهم خبرونه

اتریش د افغانستان د کډوالو د بېرته ستنېدو پروګرامونو ته یو میلیون ډالره مرسته کوي

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) اعلان کړی چې د اتریش هېواد له یو میلیون ډالرو مرستې سره به د افغان بېرته ستنېدونکو د خوندیتوب او ملاتړ د پروګرامونو کچه په روان کال کې نوره هم لوړه شي.

د UNHCR په وینا، دا مالي مرسته به هغو کورنیو ته د بېرته منلو او استوګنې اسانتیاوې برابرې کړي چې غواړي خپلو اصلي سیمو ته ستنې شي، تر څو د دوی د بېرته ستنېدو بهیر په خوندي او له بشري کرامت سره سم ترسره شي.

افغانستان په تېر څو کلونو کې د بېرته ستنېدونکو پر له‌پسې څپې لیدلې دي؛ یو بهیر چې د کافي خدمتونو د نشتوالي، پراخو محدودیتونو او سختو اقتصادي شرایطو له امله، په ځانګړي ډول د طالبانو تر واکمنۍ لاندې، له جدي ننګونو سره مخ دی او د نړیوالو بنسټونو د دوامدار ملاتړ اړتیا لا نوره روښانه کوي.

د بشري مرستو بنسټونو ځلونه خبرداری ورکړی چې پرته له دې چې د بنسټیزو خدمتونو لاسرسی، امنیت او د ژوند د بقا فرصتونه ښه شي، د ډېرو اوسېدونکو لپاره به دا ناشونې وي چې په دوامداره او خوښه توګه بېرته راستانه شي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button