د مهاجرینو خبرونهمهم خبرونه

اتریش یو افغان محکوم مهاجر کابل ته بېرته واستاوه

د اتریش د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی چې یو ۳۰ کلن افغان مهاجر، چې د جنسي او تاوتریخوالي جرمونو له امله محکوم شوی و، د چهارشنبې په سهار د دلوې په ۱۵مه نېټه کابل ته بېرته لېږدول شوی دی.

د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، دغه سړی په لس کلن بند محکوم شوی و او د خپلې سزا اووه کاله یې د اتریش په زندانونو کې تېر کړي دي. د اتریش چارواکو ټینګار کړی چې د ده بېرته لېږد د قانوني مراحلو او د قضايي بنسټونو د تائید وروسته ترسره شوی دی.

د اتریش د کورنیو چارو وزارت زیاته کړې چې په دې مهاجر اړوند دوسیه کې ټول ۱۲ جزایي سابقې ثبت وې، له همدې امله پر ده د اتریش خاورې ته د ورتګ او استوګنې دایمي بندیز لګول شوی و. د وزارت په وینا، دغه کس د “کنټرول شوې او داوطلبانه وتلو” له لارې له هېواده وتلی دی.

یاد وزارت همداراز ویلي چې یوازې په ۲۰۲۵ کال کې له اتریش څخه له درې زره او درې سوه څخه زیات مهاجر، چې په بېلابېلو جرمونو محکوم شوي وو، له هېواده ایستل شوي دي. خو د افغان مهاجرو بېرته استول کابل ته په داسې حال کې کېږي چې افغانستان د طالبانو تر اداره لاندې دی، او د بشري حقونو بنسټونو څو ځله د بېرته ستنېدونکو د امنیتي او بشري وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

اتریش له دې وړاندې هم یو شمېر افغان محکوم مهاجر افغانستان ته استولي وو؛ دا اقدام تل د کوربه هېوادونو د مسؤلیت په اړه، د مهاجرو د امنیت او انساني وقار په تړاو بحثونه پارولي دي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button