مهم خبرونهنړیوال

په تدمر کې پر امریکايي سرتېرو برید؛ یو وسله‌وال وژل شوی

وال‌ستریت ژورنال د یوې امریکايي افسر له قوله راپور ورکړی چې د سوریې په تدمر ښار کې پر امریکايي ځواکونو برید هغه مهال وشو، کله چې د یوه امریکايي افسر او د سوریې د کورنیو چارو وزارت د یوه چارواکي ترمنځ غونډه روانه وه.

د راپور له مخې، یو وسله‌وال کس یواځې له یوه کړکۍ څخه د غونډې ځای ته ځان ورسوه او ډزې یې وکړې. له برید وروسته، امریکايي او سوریایي ځواکونو متقابل غبرګون وښود او بریدکوونکی د نښتې پر مهال ووژل شو.

په غبرګون کې، په سوریه کې د جولاني رژیم له لوري د بهرنیو چارو وزارت د امریکا چارو مسوول ویلي چې دمشق له خپلو شریکانو سره په همکارۍ د داعش د بیا راګرځېدو د مخنیوي هڅې ته دوام ورکوي. همداراز، د دې رژیم د بهرنیو چارو وزیر، اسعد الشیباني، برید غندلی او ویلي یې دي چې دا برید له تدمر سره نږدې د ترهګرۍ پر وړاندې د ګډ امریکایي-سوریایي ګزمو موخه وه.

د امریکا د سوریې لپاره ځانګړي استازي، تام باراک، ویلي چې لا هم محدود شمېر امریکايي سرتېري د داعش پر ضد او د ترهګریزو ګواښونو د مخنیوي لپاره په سوریه کې پاتې دي. هغه ټینګار کړی چې متحده ایالات به په همغږۍ کې له سوري لوري سره، د برید عاملین او ملاتړي تعقیب کړي.

دغه امریکايي چارواکي زیاته کړې چې واشنګټن به له خپل ماموریت څخه چې د داعش ماتول دي، شاتګ ونه کړي او د امریکايي سرتېرو پر وړاندې هر برید به ژر او قاطع ځواب وویني. نوموړي همداراز د ځان‌مرکې سوري ولسمشر له خوا له دې پېښې سره د اړوند عاملینو د پېژندلو ژمنې هرکلی کړی.

د دې برید له پېښو وروسته، ځايي سرچینو راپور ورکړی چې امریکايي الوتکو د روښانه بمو په استعمال سره د حمص ولایت اړوند د تدمر ښار فضا روښانه کړې وه. د دغو سرچینو په وینا، امریکايي ځواکونو له نږدې دوه ساعته عملیاتو وروسته چې نیونې پکې شوې، له تدمره شا ته شول.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button