مهم خبرونهنړیوال
په مونیخ کنفرانس کې د عاصم منیر امنیتي تلاشي خبرونه جوړ کړل

یو نوې وېډیو چې په ټولنیزو شبکو کې خپره شوې، ښيي چې د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال عاصم منیر د جرمني په مونیخ ښار کې د نړیوال امنیتي کنفرانس په ګډون کې له عادي امنیتي تلاشي پروسې تېرېږي.
په دې انځورونو کې لیدل کېږي چې د امنیت کارکوونکي لومړی د هغه د پېژندنې اسناد ګوري او وروسته د معمول مطابق امنیتي تلاشي ترسره کوي. له دې مراحلو وروسته هغه ته د کنفرانس اصلي تالار ته د ننوتلو اجازه ورکول کېږي.
د مونیخ امنیتي کنفرانس د نړۍ د سیاست او امنیت په برخه کې یو له مهمو کلنیو غونډو څخه دی، چې د بېلابېلو هېوادونو لوړپوړي دولتي او پوځي چارواکي پکې ګډون کوي. د دې غونډې امنیتي تدابیر معمولآ د ټولو ګډونوالو په مساوي ډول، له مقام پرته، تطبیقېږي.




