د سيلابونو له امله د جنوبي او ختيځې آسيا کې تر زرو زيات کسان مړه شوي

د موسمي بارانونو له امله د سيلابونو او ځمکنۍ ښويېدو په پايله کې د جنوبي او ختيځې آسيا په ګڼو هېوادونو کې تر زرو زيات کسان مړه شوي او سلګونو نور لادرکه شوي دي.
د راپورونو له مخې، اندونيزيا تر ټولو ډېر زيان ليدلی، چې پکې له ۵۰۰ زيات کسان مړه شوي او دومره نور هم تر اوسه ورک دي. د دې هېواد ولسمشر ويلي، د سوماترا شمال ته يې د مرستو لپاره درې جنګي بېړۍ او دوه روغتيايي کښتۍ لېږلي دي.
په سريلانکا کې چارواکو ويلي، چې يو سخت طوفان چې «ديتوا» نومېږي، لږ تر لږه ۳۴۰ کسان وژلي دي. د دې هېواد ولسمشر دا پېښه د سريلانکا په تاريخ کې تر ټولو لويه طبيعي ناورين بللی او د نړيوالو مرستو غوښتنه يې کړې ده.
په تايلنډ کې هم تر اوسه ۱۷۶ کسان د سختو ورښتونو او سيلابونو له امله مړه شوي دي. همدا راز، د مالېزيا په شمال کې دوه کسان د بارانونو اړوندو پېښو له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
تيره اوونۍ چې په يادو هېوادونو کې خورا شديد او غيرمعمولي موسمي بارانونه وشول، د سړکونو لارې يې بندې کړې او سلګونه کلي يې له نورو ټولنو پرې کړي دي. د دغو سختو بارانونو شدت د اقليمي بدلونونو او د هغې له پراخېدونکو اغېزو بېاړخې نه ګڼل کيږي.
په داسې حال کې، چې د افغانستان طالبان اداره، چې د دې هېواد خلک هم همېشه له ورته بحرانونو سره مخامخ شوي، څو ځله د طبيعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي له نشتوالي سره مخ شوې ده. په داسې حال کې، چې نور هېوادونه د ژغورنې ټيمونه او پراخ تجهيزات ګمارې، د افغانستان د بحرانونو د مديريت تشه او د طالبانو له خوا پر خپلو انساني او ملي مسؤليتونو سترګې پتې کول، جدي پوښتنې راولاړې کړي دي.




