ټولنه‌یزمهم خبرونه

د دارالامان په سيمه کې د «اسانه خدمت» مرکز پرانيستل شو

د احصايې او معلوماتو رياست ويلي چې د چارشنبې په ورځ، د سلواغې په ۲۲مه، د کابل ښار په دارالامان سيمه کې د «اسانه خدمت» مرکز په رسمي ډول پرانيستل شو. د دې مرکز د جوړولو موخه د پلازمېنې اوسېدونکو ته د خدماتو په وړاندې کولو کې د زياتو اسانتياوو برابرول بلل شوي دي.

دغه مراسم د احصايې او معلوماتو د عمومي رئيس عبدالقاهر ادريس، د اسانه خدمت رئيس روح‌الامين، او د يادې ادارې د يو شمېر کارکوونکو په ګډون ترسره شول. چارواکو په دې غونډه کې د اتباعو لپاره د چټک او منظم اداري خدمتونو پر ارزښت ټينګار وکړ.

د اسانه خدمت مرکز په داسې حال کې په دارالامان سيمه کې پيل شوی چې د کابل اوسېدونکي په تېرو کلونو کې تل د دولتي خدمتونو د ترلاسه کولو د چټکتيا او ساده‌والي غوښتونکي وو. تمه کېږي چې د دغو مرکزونو رامنځته کېدل به د اداري بهيرونو په ستونزو کې د پام وړ کموالی راولي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button