په ارزګان کې درې د څښاک اوبو شبکې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

د ارزګان د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست وایي چې په دې ولایت کې د چینارتو او چهارچینو ولسوالیو لپاره د درېیو د څښاک اوبو شبکو کارونه بشپړ شوي او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي. د دغه ریاست په وینا، د دې پروژو له بشپړېدو سره، اوس په دې سیمو کې ۵۰۲ کورنۍ پاکو څښاک اوبو ته لاسرسی لري.
یادې پروژې د یوه خیریه بنسټ د مالي مرستو په مرسته، د ټولیزو ۱۲ میلیونه او ۸۰۰ زره افغانیو په لګښت پلې شوې دي. د دې پروژو په چوکاټ کې درې ژورې څاګانې کیندل شوې، درې د اوبو زېرمې د بېلابېلو ظرفیتونو (۶۰، ۴۰ او ۲۰ متر مکعب) په اندازه جوړې شوې، له ۶۶۰۰ متره زیات پایپ لګول شوی او ۱۹۸ د اوبو تر حنفي شیردهنونه په بېلا بېلو سیمو کې نصب شوي دي.
ریاست زیاته کړې، چې د دغو پروژو د تطبیق پر مهال سلګونه ځایي اوسېدونکو ته د لنډمهاله کار کولو زمینه هم برابره شوې ده.
لکه څنګه چې د طالبانو اداره نه ده توانېدلې چې د بنسټیزو خدمتونو او کلیوالي پراختیا په برخه کې دوامداره او هر اړخیز پروګرامونه چمتو کړي، نو دا ډول پروژې پلي کېږي. د مؤثر دولتي ملاتړ له نشتوالي سره، خلک لا هم د خپلو لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره پر بهرنیو بنسټونو او مرستندویو ادارو تکیه کوي.




