نظرونه

مصنوعي هوش؛ د واقعیت او جعل ترمنځ نوې ننګونه

د فلمونو او انځورونو د جوړولو په برخه کې د مصنوعي هوش د ظرفيت او توان زیاتېدو سره، اوس باید پر ټولنیزو شبکو او انټرنټ کې پر هر انځور او فلم شک وکړو.

پر ټولنیزو رسنیو د خپرېدونکو ویډیوګانو او عکسونو په اړه زما بې‌باوري دومره زیاته شوې چې کله هم یوه ریښتینې ویډیو یا انځور وینم، ذهن مې یوه شېبه تم کېږي ترڅو د هغې د ریښتینوالي ارزونه وکړم. زه دا پدیده “د حقیقت‌لټون سندروم” بولم، چې که څه هم مزاحمت کوونکی دی، خو د دوکې نه بچ کېدو لپاره ګټور بلل کېږي.

ممکن ده تاسې سره هم دا حالت پېښ شوی وي چې د ټولنیزو شبکو ویډیوګانو او انځورونو ته په شک وګورئ او د هغې د اصلوالي په اړه وسواسي فکر وکړئ.

پوښتنه دا ده چې آیا کومه لاره شته چې د جعلي او ریښتینو انځورونو او فلمونو ترمنځ توپیر وکړو که نه؟

هو، زیاتې لارې شته چې مصنوعي هوش لخوا جوړ شوې ویډیوګانې او انځورونه له ریښتینو نه جلا شي، خو دا لارې سل سلنه باوري نه دي. ځکه مصنوعي هوش د انساني ذهن لپاره ستر چلینج ګرځېدلی او په راتلونکي کې به لا نور هم پیاوړی شي.

زه پخپله له څو سرویسونو او سافټویرونو ګټه اخلم ترڅو جعلي فلمونه او انځورونه د ریښتینو نه جلا کړم، خو له دې امله چې زه پر انټرنټ او ټولنیزو شبکو شک لرم، نه شم کولای دا سافټویرونه نورو ته توصیه کړم، ځکه احتمال شته چې ځینې یې ویروسونه ولري او زما دوستانو ته زیان ورسوي.

د ټکنالوجۍ کارونې ترڅنګ، د لیدلو پربنسټ یو شمېر عملي لارې هم شته چې ورسره کولای شو تر یوه بریده جعلي او ریښتیني ویډیوګانې یا انځورونه وپیژنو. په جعلي ویډیوګانو او انځورونو کې دا نښې معمولا لیدل کېږي:

1. د لاسونو او ګوتو غیر طبیعي جزئیات
2. یوشان او تکراري بیک‌ګروندونه او حرکات
3. نامعقوله سیوري او رڼا
4. ناتم یا ناڅرګند شيان
5. د متحرک شیانو په خوځښت کې نانومتري تیتوالی
6. ناڅاپي او بې‌ساري شیان راښکاره کېدل
7. خطا لیکونه یا شمېرې پر تختو او جامو
8. د ویښتانو، غاړکۍ، غاښونو او غوږونو غیر طبیعي بڼه
9. د تصویر او غږ ترمنځ نه سمون

که څه هم دا لارې کاملې ندي، خو مرسته کوي. اصلي ټکی دا دی چې زموږ عمومي معلومات، هوښیاري او درک له موږ سره مرسته کوي څو د مصنوعي هوش له دروغجنو جوړښتونو نه ځان وژغورو؛ خو باید ومنو چې د ټکنالوجۍ او هوش مصنوعي پرمختګونه به ورځ تر بلې دا توپیر نور هم سخت کړي.

پخوا یوازې د عکسونو ایډیټ او فلمونو مونتاژ د جعل لپاره کارېدل، خو اوس له “ډیپ‌فیک” سره مخ یو، چې حتی تجربه‌لرونکي کسان هم غولېدلی شي. لکه د دې پوسټ ضمیمې عکسونه چې مصنوعي هوش جوړ کړي؛ خو د لومړي نظر له مخې به څوک فکر هم نه کوي چې جعلي دي.

که څه هم باید د ټکنالوجۍ او هوش مصنوعي پرمختګ هرکلی وکړو، خو ناسمه کارونه یې نه یوازې چې پر عادي ژوند اغېز کوي، بلکې عدلي او قضایي مشغلې هم له ستونزو سره مخ کوي. ځکه ډېرې دندې پر بصری شواهدو ولاړې دي.

ممکن یوه ورځ داسې شي چې نور فلمونه او انځورونه د تور یا بې‌ګناهۍ د ثبوت لپاره اعتبار ونه لري. له بله پلوه، د ټکنالوجۍ د پرمختګ سره سایبري جرایم هم ورځ تر بلې ډېرېږي، چې د انسانانو ژوند جدي ګواښي. په دغسې شرایطو کې، موږ اړ یو چې د ټولنیزو شبکو هر فلم او انځور په جعلي والی وګڼو، تر څو چې برعکس یې ثبوت نه شي.

محمد مرادي

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button