په ننګرهار کې شپږ تنه د ځنګلونو د ونو د پرېکولو په تور ونيول شول

د ننګرهار د امنيتي چارواکو په وينا، شپږ تنه هغه مهال ونيول شول چې د دې ولايت د خوګياڼو ولسوالۍ په وزیرو تنګي سيمه کې يې د ځنګلونو ونې پرې کولې. د ننګرهار د امنيې قوماندانۍ وياند وويل، دغه کسان د ځنګلونو د ساتنې قطعې د منسوبينو له خوا د ونو د پرېکولو پر مهال ونيول شول.
سيد طيب حماد زياته کړه چې نيول شويو کسانو د لومړنيو څېړنو پر مهال خپل عمل منلی دی. د ده په وينا، دا کسان به له قانوني مراحلو وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.
ننګرهار د هېواد له ختيځو ولايتونو څخه دی، چې ځينې سيمې يې طبيعي ځنګلي پوښښ لري. په تېرو کلونو کې د ونو غيرقانوني پرې کول د اندېښنې وړ موضوع وه او د سيمې اوسېدونکو تل د طبيعي زېرمو د ساتنې غوښتنه کړې ده. سره له دې، د څارنې څرنګوالی، د دوسيو د تعقيب شفافيت، او د ځنګلونو د لا زياتې ويجاړۍ مخنيوی هغه موضوعات دي چې له طالبانو څخه تمه کېږي وضاحت ورکړي.




