دوهم سرلیکسياستمهم خبرونه

عراقچي: د افغانستان ولس بايد د خپل برخليک د ټاکلو حق ولري

د ايران د بهرنيو چارو وزير سيد عباس عراقچي ويلي چې د افغانستان سياسي راتلونکی بايد د دې هېواد د خلکو د برخليک د ټاکلو د حق پر بنسټ جوړ شي، او هېڅ حکومت نشي کولای پرته له واقعي ګډون نه پايښت ولري.

د ايرنا د راپور له مخې، عراقچي دا څرګندونې د روسيې د خپل وروستي سفر پر مهال، په يو پوهنتون کې په وينا کې وکړې. ده زياته کړه چې د ايران او افغانستان ترمنځ جدي او څو لايه ستونزې شته؛ هغه ستونزې چې د ده په وينا، د سرحدونو امنيت، د اوبو مسئله، د نشه يي موادو قاچاق او مهاجرت رانغاړي.

د ايران د بهرنيو چارو وزير زياته کړه چې تهران د دغو موضوعاتو د سم مديريت لپاره اړ دی له اوسني افغان ادارې سره خبرې وکړي. ده ټينګار وکړ چې ايران تر اوسه د طالبانو اداره په رسميت نه ده پېژندلې، خو تماسونه او خبرې د دواړو ملتونو د ګټو د خوندي کولو لپاره دوام لري.

دغه دريځ په داسې حال کې څرګندېږي چې د ايران چارواکو په تېرې څو کلونو کې څو ځلې د يو ټول‌شموله حکومت د جوړېدو غوښتنه کړې ده؛ غوښتنه چې د ډېرو ناظرينو په باور، د اوسني واکمن جوړښت د پراخ سياسي او ټولنيز حذف په اړه اندېښنو ته غبرګون دی.

بل لور ته، د طالبانو اداره ادعا کوي چې د افغانستان اوسنی حکومت ټول‌شموله دی او د بېلابېلو قومونو استازي پکې شتون لري، خو دا ادعا د افغانستان دننه او بهر له سختو نيوکو او شکونو سره مخ ده.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button