اقتصادمهم خبرونه

په آقینه کې پنځه مهمو ګمرکي پروژو رسماً ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

په فاریاب ولایت کې د آقینې بندر په ګمرک کې پنځه اساسي پروژې د ۱۵۵ میلیونه افغانیو په ټول لګښت بشپړې او رسماً ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې. د طالبانو د ادارې سیمه‌ییز چارواکي وایي، دا پروژې د ګمرکي بنسټونو د پیاوړتیا او د خدمتونو د ښه وړاندې کولو په هدف عملي شوي دي.

عبدالاحد فضلي، د طالبانو د ادارې والي په فاریاب کې ویلي چې د دغو پروژو پلي کول به د ګمرکي جوړښتونو په پیاوړتیا، د خدمتونو په اسانتیا او د دولتي عوایدو په غوره مدیریت کې مهم رول ولوبوي. د ده په وینا، دا اقدامات کولای شي د سیمه‌ییز او ملي اقتصاد په وده کې اغېزمن واقع شي.

د آقینې ګمرک چې د هېواد په شمال لوېدیځ پوله کې موقعیت لري، د سوداګرۍ له مهمو بندرونو څخه شمېرل کېږي او یوه برخه د وارداتي او صادراتي راکړو ورکړو له همدې لارې ترسره کېږي. اقتصادي کارپوهان تل ټینګار کوي چې د ګمرکي عوایدو روڼ مدیریت او د سرچینو اغېزناک مصرف د هېواد د اقتصاد د پیاوړتیا له بنسټیزو لاملونو څخه دي.

په وروستیو کلونو کې، د طالبانو د ادارې لاندې د عوایدو د مدیریت او د انکشافي بودیجو د لګښت څرنګوالی د هېوادوالو او اقتصادي فعالانو د پام وړ موضوع ګرځېدلې او دوی لا زیات شفافیت او حساب ورکونه غواړي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button