اقتصادمهم سرلیک

انورالحق احدي: په افغانستان کې د پانګونې لپاره خوندي چاپېریال نشته

د افغانستان پخواني د مالیې وزیر، انورالحق احدي ویلي چې په اوسنیو حالاتو کې، د کورني او بهرني پانګونې لپاره لازم شرایط شتون نه لري او پانګوال له قانوني خوندیتوب او حقوقي چوکاټونو بې‌برخې دي. نوموړي د رسنیو سره په خبرو کې ویلي، تر طالبانو لاندې اداره کې نه شفاف او عملي قوانين د پانګونې د ملاتړ لپاره موجود دي او نه هم مسلکي او اقتصادي متخصصین د دولتي ادارو په جوړښتونو کې اغېزمن رول لري. د هغه په وینا، ډېر مسلکي کسان د پرېکړو له بهیر نه لرې کړل شوي دي.

احدي ټینګار کړی چې پانګوال پرته له دې چې د حقوقي امنیت او د مقرراتو د ثبات ډاډ ترلاسه کړي، د لويې پانګونې لپاره چمتو نه وي. هغه زیاته کړه چې د هېواد اقتصادي فضا دا مهال له وړاندوینې څخه پرته ده، او دا حالت د پانګونې خطرونه خورا زیات کړي دي.

د احدي په خبره، که څه هم ځینې کوچني اقتصادي پروژې په بېلابېلو سیمو کې عملي کېږي، خو دا اقدامات د دوامدار اقتصادي پرمختګ نښه نه شي ګڼل کېدای. نوموړي د افغانستان اقتصادي وضعیت منفي بللی او د دې حالت پړه یې د طالبانو د ادارې پر سیاستونو او کړنو اچولې ده.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button