عوامي نېشنل ګوند د افغانستان سره د سوداګريزو لارو د ژر بيا پرانيستلو غوښتنه وکړه

د پاکستان عوامي نېشنل ګوند مرکزي شورا ويلي، د افغانستان سره د سوداګريزو لارو تړل د خېبرپښتونخوا او بلوچستان ايالتونو اقتصاد ته مستقيم زيان اړوي او بايد دا لارې په بېړه بيا پرانيستل شي.
د شورا غړو په يوه ناسته کې ټينګار وکړ چې د دغو دواړو سيمو د ډېری اوسېدونکو ژوند د افغانستان سره پر سوداګرۍ ولاړ دی او د سوداګريزو محدوديتونو دوام د خلکو پر اقتصادي وضعه فشارونه زياتوي.
په دې ناسته کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ تاوتريخوالی د سيمې د سولې او ثبات لپاره ګواښ وبلل شو. د شورا غړو وويل چې جګړه هېڅکله د ستونزو حل نه دی او يوازې د دواړو هېوادونو عوام ته زيان رسوي.
د عوامي نېشنل ګوند مرکزي شورا له دواړو هېوادونو وغوښتل چې د يو بل د حاکميت درناوی وکړي، خپل اختلافونه د خبرو او ديپلوماټيکو لارو له لارې هوار کړي او اجازه ورنه کړي چې سياسي شخړې د اقتصادي اړيکو پرېکون او د ښاريانو د ژوند د خرابېدو سبب شي.




