مهم خبرونهنړیوال

انتونیو ګوتریش د یونامي ماموریت د پای مراسمو کې د ګډون لپاره بغداد ته تللی

د عراق سرچینو راپور ورکړی چې د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش د دې سازمان د استازولۍ (یونامي) د فعاليتونو د رسمي پای د اعلان په مراسمو کې د ګډون لپاره بغداد ته سفر کړی دی.

په دې سفر کې د عراق د بهرنيو چارو وزیر فواد حسین د ملګرو ملتونو سرمنشي ته هرکلی ویلی او د ملګرو ملتونو او یونامي د تېرو کلونو رول ته یې د بغداد د منندویي څرګندونه کړې ده.

د عراق د بهرنيو چارو وزیر ویلي، د یونامي ماموریت پای ته رسېدل د دې ښکارندویي کوي چې عراق ثبات، پرمختګ او د خپلو ملي چارو د مدیریت توان لري، او همداراز د دې هېواد د اساسي قانون بنسټونو پیاوړي کولو او حاکمیت ته وده ورکړې ده.

په مقابل کې، انتونیو ګوتریش هم له عراق سره د همکارۍ له امله خوښي او وياړ څرګند کړی او ويلي يې دي، ملګري ملتونه به له عراق سره ملاتړ ته دوام ورکړي. ده زیاته کړې چې دغه همکاري به د راتلونکې مرحلې لپاره له اړوندو چوکاټونو سره سم د دوامدار پرمختګ او د نړیوالو ملګرتیاوو د پیاوړتیا په موخه روانه وي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button