په څو ولایتونو کې د ملی اضطراري مدیریت ادارې لپاره د دايمي دفترونو جوړېدنه پیل شوه

د افغانستان د ملی اضطراري مدیریت اداره (اندما) وايي، چې په تېرو کلونو کې یې د ولایتونو لپاره د دايمي دفترونو نشتوالی یو له اصلي ستونزو څخه و. د دې ادارې چارواکي تاییدوي، چې اوس یې په یو شمېر ولایتونو کې د نوو دفترونو د جوړولو کار پیل کړی، او د دې اقدام موخه دا ده، چې د طبیعي پېښو پرمهال همغږي زیاته شي.
د اندما رییس نورالدین ترابي وايي، چې د چهارشنبې په ورځ یې په کاپیسا ولایت کې د دې ادارې لومړی نوی ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارله. نوموړي د پرانیستې په مراسمو کې ویلي، چې ادارهیې ژمنه ده، هغه کورنیو ته چې د طبیعي پېښو له امله زیان ویني، د خوړو او غیر خوړو مرستې ورسوي، او همداراز په زیانپېښو سیمو کې استنادي دېوالونه جوړ کړي.
ترابي زیاته کړې: “موږ مکلف یو، چې په هر ولایت کې معیاري او مجهز دفترونه جوړ کړو، څو د بحران پرمهال اغېزمن غبرګون ممکن شي. همداراز زموږ دنده ده، چې اړمنو خلکو ته خواړه، د ژوند اساسي توکي او لومړني اسانتیاوې برابر کړو.”
د کاپیسا والي، احسانالله بریال، د دې دفتر د پرانیستې په مراسمو کې وویل، چې د ولایت اداره او ولس چمتو دي، چې د پېښو د مدیریت برخه کې همکاري وکړي. هغه ټینګار وکړ، چې د اندما د مستقل دفتر جوړېدل به د طبیعي پېښو پر مهال د ځایي ادارو ترمنځ همغږي زیاته کړي.
په همدې حال کې، د اندما د کاپیسا ولایت رئیس، محمد صابر احمد، د دې ودانۍ هر کلی وکړ او ویې ویل: “تر دې وړاندې زموږ دفتر په یوه کرايي ودانۍ کې فعالیت کاوه؛ خو اوس د اندما د مشرتابه په ملاتړ موږ یو دايمي او مستقل دفتر لرو.”
د اندما د معلوماتو له مخې، دا ودانۍ درې پوړه لري، په ۳۶۴ متره مربع ځمکه کې جوړه شوې او پر جوړېدو يې ۱۳ میلیونه افغانۍ لګول شوي. دغه ودانۍ ۱۲ کاري دفترونه لري او رغنیز کارونه یې شپږ میاشتې وخت نیولی دی.
ځینې شنونکي په دې باور دي، چې که څه هم په ولایتونو کې د رسمي دفترونو جوړېدل یو مثبت ګام دی، خو د هیواد د خراب اقتصادي وضعیت او د لازم ظرفیت د نشتوالي په نظر کې نیولو سره، طالبان باید دا وښيي، چې تر کومه حده کولای شي د طبیعي پېښو د اغېزو د کمېدو لپاره لازم منابع برابر کړي.




